کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، د کار او ټولنیزو چارو او ټولګټو وزارتونو لپاره نوي سرپرست وزيران وټاکل شول.
دغه مطلب د اسلامي امارت د ویاند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه بیان کړی دی.
سرچينه زياتوي، د ټولګټو چارو وزارت مخکينی سرپرست ملا عبدالمنان عمري د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په توګه او د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ معینیت مخکينی معین ملا محمد عیسی ثاني د ټولګټو چارو وزارت د سرپرست په توګه ټاکل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP