کندوز (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): په کندوز کې یو شمېر د چرګانو فارملرونکي وايي، په تېرو څو میاشتو کې یې تولیدات کم شوي او د چرګانو روزنې له ۱۲۰۰ فارمونو څخه ۹۵۰ یې خپل فعالیتونه درولي دي.
د چرګانو ساتنې اتحادیې مسوولین د کلدارو پر وړاندې د اسعارو بیې او له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له پاکستانه د چرګانو واردول د دوی د کاروبار پیکه کېدو اصلي لاملونه بولي او له حکومته غواړي څو دغه ستونزې یې هوارې کړي.
په کندوز کې د چرګانو فارملرونکو اتحادیې رییس عبدالوالي سرحدي پژواک اژانس ته وویل: «په کندوز کې په ټولیز ډول ۱۲۰۰ فارمونه شته چې ۲۵۰ یې فعال دي، د فارمونو د کمښت لامل دا دی چې د هېواد مرکز له بهرنیو اموالو ډک دی او زموږ اموال نه خرڅېږي، ټول فارمونه له سقوط سره مخ دي.»
نوموړی له مسوولینو غواړي چې د بهرنیو غوښو واردات ودروي او له داخلي تولیداتو ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې، د چرګانو یو شمېر فارملرونکي د بازار نشتوالي او نورو ستونزو خبره کوي.
د جمعهګل په نوم یو فارملرونکی وایي چې په وروستیو څو میاشتو کې یې خرڅلاو کم شوی دی.
هغه د دغه کار لامل له ایران او پاکستانه د چرګ غوښې واردول بولي.
بلخوا، د کندوز د کرنې ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتیا امر نجیبالله حسن د یادو ستونزو پر هواري ټینګار کوي.
هغه وویل: «موږ د فارملرونکو ستونزې تاییدوو، د فارملرونکو لپاره د بازارموندنې زمینې برابرولو په هڅه کې یو.»
هغه وویل، د فارملرونکو ستونزې له کرنې وزارت سره شریکوي څو دغه وزارت له بهره په واردېدونکو غوښو مالیه لوړه کړي، کله چې مالیه لوړه شي نو د بهرنیو غوښو د واردېدو مخه به ونیول شي.
دا په داسې حال کې ده چې د وروستیو وچکالیو له امله د کندوز اوسېدونکو ته هم ډېر زیانونه اوښتي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP