Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

جاپان له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې ۱.۳ میلیون ډالر مرسته کوي

کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان روغتیايي سکټور پیاوړتیا په ځانګړې توګه نسايي او ولادي برخه کې د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه، ۱،۳ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.

دغه صندوق په یوه ټویټ کې لیکلي چې جاپان دغه مرسته په هلمند کې د روغتیایي خدماتو

پیاوړتیا لپاره استوي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په خبره، دغه اندازه مرسته به له ۲۹ روغتیایي مرکزونو سره وشي څو په بېړنيو حالاتو کې له ښځو سره روغتیایي خدماتو ته دوام ورکړي.

یاد صندوق زیاته کړې چې په دغه اندازه نوې بودجې سره به، امیدوارو ښځو ته په روغتیايي برخو کې پر خدمتونو وړاندې کولو سربېره، ځوانانو ته به د ټولنیزو رواني مشورو خدمات هم وړاندې شي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د جاپان د مرستو له لارې، له ۲۰ زرو ډېرو کسانو ته چې ډېری یې ښځې وې، روغتیایي خدمات وړاندې شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.