[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د یوه قطري بنسټ مشر او د دغه هېواد د حمد بن خلیفه پوهنتون د عامه سیاسي علومو استاد سلطان برکات د افغانستان د لوړو زدهکړو له پلاوي سره په دوحه کې د نجونو پر لوړو زدهکړو خبرې کړې دي.
برکات د مرغومي په ۲۷مه پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې د افغانستان اسلامي امارت له ورغلي پلاوي سره یې د لوړو زدهکړو په اړه خبرې کړې دي.
هغه د دې لیدنې یو انځور هم خپور کړی دی.
Today I welcomed a delegation from #Afghanistan headed by Maulvi Hamid Hasib, Deputy Minister of #highereducation. The discussion focused on the challenges facing higher education, including #women's access to #universities. Agreement on the centrality of #education to #peace. pic.twitter.com/vJRVTH7egl
— Sultan Barakat (@BARAKAT_Sultan) January 16, 2023
نوموړي زیاته کړې: «نن مې د افغانستان لوړو زدهکړو وزارت د مرستیال مولوي حامد حسیب په مشرۍ د پلاوي هرکلی وکړ، بحث پوهنتونونو ته د نجونو لاسرسي په ګډون د لوړو زدهکړو پر وړاندې پر ستونزو متمرکز و، په سوله کې د زدهکړو د مرکزیت پر هوکړه تمرکز.»
د افغانستان سرپرست حکومت څه موده مخکې پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړې تر دویم امر پورې وځنډولې.
اسلامي امارت وایي چې دا پرېکړې موقتي دي او د دې ستونزې هواري لپاره هڅې روانې دي.
[/restrict]
Views: 636
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن