ترینکوټ (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د اروزګان والي د دغه ولایت د عدلي او قضايي ارګانونو له مسوولینو غوښتي چې د مراجعینو دوسیو ته دې پر وخت رسېدنه وشي.
والي مولوي عليجان احمد دا څرګندونې د کشفي، امنیتي، عدلي او قضاي ادارو له مسوولینو سره د همغږۍ په یوه ناسته کې وکړې.
هغه وویل، عدلي او قضايي ارګانونه دې د خلکو هغه دوسیې- چې دوی ته یې راجع کوي- پر وخت رسېدنه وکړي چې دا پر حاکمانو د باور ډېرېدو لامل کېږي.
دغه راز یې پر امنیتي ارګانونو هم غږ وکړ څو هغه کسان پر وخت جلب کړي چې د محاکمو له خوا یې د حاضرولو امر شوی وي.
په ناسته کې د عدلي او قضايي ارګانونو مسوولینو وویل، ډېری مراجعین یې هغه کسان دي چې حقوقي دوسیې لري او له کلونو راهیسې ناحله پاتې دي.
د اروزګان د استیناف محکمې رییس شیخ سخيداد وویل، دا مهال په مرکز او ولسوالیو کې ټولې قضایي ادارې فعالې دي او په ورځني توګه لسګونو دوسیو ته رسېدنه کوي.
نوموړي زیاته کړه، هڅه یې کړې چې د مراجعینو دوسیو ته پر وخت لاسرسی وشي، خو زیات د دوسیو ښکېلې غاړې په وخت نه حاضرېږي چې د وخت د ضیاع لامل کېږي.
دی وايي، هغوی تل په مرکز او ولسوالیو کې له زندانونو هم لیدنې کړې او هغه کسان یې ازاد کړي چې د بند موده یې خلاصه شوې وي او یا یې جرم لږ وي.
د دغه ولایت امنیه قوماندان ملا عبدالله بشیر وویل، له عدلي او قضايي ادارو سره همکار دی او تل یې هغه کسان پر وخت حاضر کړي چې د هغوی له لوري یې د حاضرولو امر شوی وي.
دی وايي، د حوزو او ولسوالیو امنیتي مسوولینو ته یې هم ویلي چې له عدلې او قضایې ادارو سره همږغي زیاته کړې.
دا په اسې حال کې ده چې مخکې د اروزګان یو شمېر اوسېدونکو شکایت کړی و چې دوسیو ته یې پر وخت رسېدنه نه ده شوې.
Views: 311
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن