پاراخ (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): د پنجشېر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین، د سړې هوا له امله د ۵۳۰ پسونو او وزو او ۱۲۵ غواګانو د تلف کېدو خبر ورکوي.
په پنجشېر کې د هوا سړېدو د دغه ولایت یو شمېر مالداران د څارویو له منځه تلو له پلوه اندېښمن کړي دي؛ له بلې خوا، د پنجشېر سیمهییز مسوولین هم تاییدوي چې په وروستۍ یوه اونۍ کې د هوا سړېدو له امله سلګونه څاروي تلف شوي دي.
د پنجشېر د کرنې، اوبولګوني او مالدارۍ رييس حافظ عبدالمجيب مشفق پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د مرکز په ګډون شپږو ولسواليو کې، د ډېرې یخنۍ له امله یاد شمېر څاروي له منځه تللي دي.
هغه زياتوي، ډېرى دغه څاروي په پريان ولسوالۍ کې تلف شوي؛ ځکه چې د دې ولسوالۍ ډېری اوسېدونکي مالداران دي او دا د پنجشېر یوه له لرو سیمو څخه ده چې کوتلونو ته نږدې موقعیت لري.
د هغه په وينا، په تېره يوه اوونۍ کې په پنجشېر کې سړې هوا ٥٣٠ پسونه او وزې او ١٢٥ غواګانې تلف کړي دي.
په یاد ولايت کې يوې ځايي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، پژواک ته وويل چې په ټول پنجشېر کې ١٨٩ صندوق د شاتو مچۍ له منځه تللې او دا شمېرې ثابتې نه دي.
په ورته وخت کې، د پنجشېر ولايت مالدارانو د خپلو زياتو څارويو له لاسه ورکولو په تړاو اندېښنه څرګندوي او وايي، که د یخنۍ دا څپه څو ورځې نور هم دوام وکړي، د دوی ډېر څاروي به له منځه لاړ شي.
د رخې ولسوالۍ د «بوتهوار» کلي اوسېدونکي او مالدار بلال وویل چې سړه هوا د څارویو د مړینې لامل شوې او زیاته یې کړه: «زما ۳ وزې یخ ووهلې، وچه یخني ده، په کور کې دومره واښه نه وي چې وریې کړو، کله یې چې غره ته یې وړو هوا ډېره یخه وي او چې بېرته یې کورته راولو پړسېږي او له منځه ځي، وزې د یخنۍ زور نه لري او حکومت په دې برخه کې همکاري نه شي کولای، یخ خدای راوستلی، صبر کوو.»
یوه بل مالدار عزیزالدین، چې د سړې هوا له امله یې تر اوسه یو څاروی له لاسه ورکړی، د خپلو نورو څارویو د وضعیت په اړه یې وویل: «زما یوه وزه حرامه شوه، شمېر یې کم نه دی چې په کور کې یې وساتو، مجبور یو غره ته یې بوزو، خو هوا ډېره سړه ده، ډېر مالونه (څاروي) مې د مرګ له ګواښ سره مخ دي، که همداسې دوام وکړي ډېری به مړه شي.»
دا په داسې حال کې چې د پژواک د یوه راپور له مخې، په جوزجان ولايت کې هم د سړې هوا له امله له ١٦زره ډېر څاروي له منځه تللي دي.
دغهراز، د فاریاب ولایت په قیصار، چهلګزي، المار، ګرزیوان او بلچراغ ولسوالیو کې د تېرو څو ورځو یخنۍ له امله ۹۱۰ پسونه تلف شوي دي.
د يادونې ده، څه موده وړاندې د هېواد د هواپېژندنې ادارې اعلان وکړ چې د سړې هوا څپه له لوېديځ او شماللوېديځ څخه هېواد ته راغلې او د هېواد لوېديځ، شماللوېديځ، شمال، شمال ختيځ او مرکزي ولايتونه يې سخت اغېزمن کړي دي او دېری ولايتونه به سخت ساړه تجربه کړي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن