کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): د افغانستان لپاره د جرمني سفارت، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د لوړپوړي پلاوي سفر د دغه هېواد د خلکو د ګټې لپاره پر تګلارو د بحث او موافقې یو ځانګړی فرصت دی.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د دفتر مرستیال ویاند فرحان حق تېره ورځ ویلي چې دغه پلاوی به په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د ښځو حقونو په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو له مخې، د ملګرو ملتونو په ياد پلاوي کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد، د ملګرو ملتونو د ښځو برخې مشره سیما بحوث او د دغه سازمان د سیاسي برخې جګپوړی چارواکی خالد خیاري شامل دي.
د افغانستان لپاره د جرمني سفارت وايي چې افغانستان ته د ملګرو ملتونو د سرمنشي د مرستیالې امینه محمد له سفره هرکلی کوي.
سرچينې پر خپل ټويتر ليکلي: «افغانستان ته د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي سفر د دغه هېواد د خلکو د ګټې لپاره پر تګلارو د بحث او موافقې یو ځانګړی فرصت دی.»
سرچينه زیاتوي، هيڅ هېواد نه شي کولی خپل نیمايي نفوس له ټولنیز او اقتصادي ژونده بې برخې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت تېره میاشت د نجونو لوړې زدهکړې او په نادولتي موسسو کې د ښځو کار کول ځنډولي دي. دغه چاره د نړۍوالې ټولنې له غبرګونونو سره مخ شوې ده.
خو افغان چارواکو ویلي چې دې ستونزې ته د شریعت په چوکاټ کې د حل لارې موندلو هڅې کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP