غزني ښار (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): د غزني شاخوا ۳۵ انځورګرو نجونو خپل له ۴۰ ډېر هنري اثار نندارې ته وړاندې کړل چې پکې د زدهکړې، سولې او د هېواد د راتلونکي په اړه پیغامونه رانغاړل شوي دي.
د انځورونو دغه نندارتون د غزني ښار په نواباد ښارګوټي کې د همتا ګالري په مرکز کې پرون جوړ شوی چې درې ورځې به دوام ولري.
د نندارتون یوې جوړونکې شقایق رحماني پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه نندارتون کې د غزني د پنځه دېرشو انځورګرو نجونو په لاسونو کښل شوي له څلوېښتو ډېر انځورونه نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه وايي، د دغه نندارتون له جوړولو یې موخه زدهکړې، سولې او د هېواد غوره راتلونکي ته د چارواکو او خلکو هڅول دي.
هغې زیاته کړه: «د دغه نندارتون په جوړولو اسلامي امارت ته یو پیغام لرو او ترې غواړو چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي.»
د زرافشان سلطاني په نوم د نندارتون یوې ګډونوالې او انځورګرې دې ته په اشارې چې کېدای شي دغه نندارتون مسوولینو ته یوه انګېزه ورکړي، وویل: «سمه ده چې اوسمهال د نجونو پر مخ ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، خو دغه نندارتون کولای شي چارواکو ته یو پيغام ورسوي.»
نوموړې هم وايي، هیلهمنده ده چې نجونو ته به د زدهکړې او تحصیل اجازه ورکول کېږي او دوی به په علم او فرهنګ کې ځانونه ځلوي.
د انځورونو نندارې ته راغلې فاطمې تابش پژواک خبري اژانس ته وویل، انځورګري د مثبت فکر، درد او احساس لېږدولو تر ټولو غوره وسیله ده.
هغې زیاته کړه، د غزني نجونو په خپلو هنرمنو ګوتو ښکلي انځورونه پنځولي چې خلکو او چارواکو ته پکې اغېزناک پیغامونه ځای شوي دي.
دا وايي، افغان نجونې د پوهې او هنر په هره برخه کې ښې وړتیاوې لري، د هغوی استعدادونه باید ضایع نه شي بلکې د غوړېدو لپاره یې کار وشي.
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رییس حمیدالله نثار غزنوي د دغه نندارتون په پرانستغونډه کې وویل، اړوند ریاست د دغه ولایت د ټولو ښځینه او نارینه هنرمندانو ملاتړ کوي.
هغه د انځوګرو نجونو له لوري د نندارتون جوړولو دا هڅه وستایله او خبر یې ورکړ چې په نږدې راتلونکي کې به په دغه ولایت کې د انځورونو پراخ نندارتون جوړوي.
پر افغانستان د «اسلامي امارت» له واکمنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په غزني کې د انځورګرو نجونو د هنري اثارو نندارتون جوړېږي.
Views: 33
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن