Language

د یوې افسرې زرغونې د وژنې په تړاو اووه کسان نیول شوي

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): د کورنيو چارو وزارت د جنايي جرمونو پر وړاندې د پلټنو او مبارزې رياست، د دغه ریاست د یوې افسرې زرغونې د وژنې په تړاو اووه کسان نیولي دي.

د راپورنو له مخې، د یادې افسرې مړی د روان کال د لېندۍ په ۱۱مه، د کابل ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې موندل شوی و.

کورنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې وېډیو کې ویلي چې په دوو جلا عملیاتو کې له کابل ښار او ننګرهار ولایت څخه اووه کسان د زرغونې د وژنې په تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د تحقیقاتو او له جنایي جرمونو سره د مبارزې رئیس مولوي عبدالعزیز نصیر، په دې ویډیو کې د جزییاتو له ورکولو پرته وایي چې زرغونه د یوه کس له خوا په ټېلیفون غوښتل شوې وه.

دی وایي، له هغه وروسته امنیتي کسان وتوانېدل چې په دې تړاو اووه کسان ونیسي.

د هغه په وینا، د پېښو پرمهال باید د سیمې خلک امنیتي کسان خبر کړي، څو د جنایی جرمونو مخه ونیول شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.