Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د شاه او عروس بند به راتلونکی پسرلی ګټې اخیستنې ته وسپارل شي

کابل (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۱): د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د شاه اوعروس بند د پروژې پاتې کارونه به د راتلونکي کال تر پسرلي پورې پای ته ورسېږي او دغه بند به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

یاد بند د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري، د جوړولو چارې یې لس کاله مخکې پیل شوې وې او ټاکل شوې وه چې دغه پروژه په دوو کلونو کې بشپړه شي.

د حکومت د رسنیو مرکز پر خپله ویبپاڼه د یاد وزارت د چارواکو له قوله لیکلي چې د شاه او عروس بند ۹۷سلنه کارونه پای ته رسېدلي، پاتې چارې به یې د راتلونکي کال تر پسرلي پورې بشپړې شي او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

سرچینه لیکي چې ګټې اخیستنې ته له سپارل کېدو وروسته به، دغه بند د ۳۶۰۰ هکټاره کرنیزې ځمکې خړوبولو ترڅنګ، یو اعشاریه دوه میګاواټه برېښنا هم تولید کړي.

سرچینې لیکلي، د اوبو رسونې دولتي شرکت کابل ته د شاه اوعروس بند د اوبو د رالېږدولو پروګرام د طرحې څېړلو د کار پای ته رسېدو خبره کوي او وایي، ګټې اخیستنې ته د دغه بند په سپارل کېدو سره، دغه شرکت کابل ښار ته د اوبو لېږدولو لپاره چمتو دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.