ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې

author avatar
19 Jan 2023 - 16:51
د پنجشېر په عنابه ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې
author avatar
19 Jan 2023 - 16:51

پاراخ (‌پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د پنجشېر ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د ۳۱۵ کیلوواټو په ظرفیت د یوه ټرانسفرمر په نصبولو سره، ۱۵۰ کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې شوې.

د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوی نصرالله ملک‌زاده د پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه ټرانسفرمر د درې میلیون افغانیو په لګښت د عنابې ولسوالۍ په کلاچه کلي کې لږول شوی دی.

هغه زیاته کړه، د دغه ټرانسفرمر لګښت د مخکني حکومت د ولسي تړون برنامې له خوا ورکړل شوی و چې کار یې پای ته نه و رسېدلی، خو د اوسني حکومت په هڅو چارې یې پای بشپړې شوې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

بلخوا، د قلاچې کلي اوسېدونکي له برېښنا څخه پر برخمنېدو خوښې څرګندوي او وایي، له دې وروسته به د برېښنا په برخه کې یې اړتیاوې پوره شي.

ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت شل سلنه اوسېدونکي له دولتي برېښنا ګټه اخلي او پاتې نور یې په خپل لګښت د برېښنا تولید له کوچنیو وسایلو کار اخلي.

Views: 30

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.