Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېرو دوو اونیو کې د هرات له واټونو ۴ زره نشه‌یان راټول شوي دي

هرات (پژواک، ٢٩ مرغومی ١۴٠١): د هرات سیمه‌ییزې سرچینې وايي، په تېرو ۱۵ وروځو کې ‎د دغه ولایت له واټونو لږ تر لږه څلور زره پر نشه‌یي توکو روږدي کسان راټول شوي چې اوس تر درملنې لاندې دي.

د هرات ولايت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت مسوولین وايي، ‎په وروستیو سړو ورځو او له هغه وړاندې يې د دغه ولايت له واټونو څه باندې ۴ زره روږدي کسان راټول کړي او د درملنې په موخه يې د روږدو درملنې مرکزونو ته لېږدولي دي.

په هرات کې د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي حيات‌الله روحاني له پژواک سره په خبرو کې وويل، یاد شمېر پر نشه‌یي توکو روږدي د ولايت د مرکز او ولسواليو په کچه په ٢٢ مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي.

مولوي روحاني زياته کړه، په راټولو شوو معتادينو کې ښځې او ماشومان هم شته چې په جلا جلا مرکزونو کې تر درملنې لاندې دي، خو د هغوى د شمېر په اړه يې څه ونه ويل.

د هغه په ​​وينا، د دوی په دغه کار سره د سړې هوا له امله د روږدو کسانو د مړينې کچه ډېره راټيټه شوې، خو د هغوى د راټولولو له بهیره مخکې او د ‎ژمي له پيله تر اوسه ٤٥ روږدو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

مولوي روحاني څرګنده کړه، دوی په پام کې لري چې د درملنې له مرکزونو د روږدو کسانو تر رخصتېدو وروسته، د دوی لپاره د کار زمینه برابره کړي څو بیا ‎نشه‌یي توکو ته مخه نه کړي.

د هغه په ​خبره، د یادو کسانو لپاره د کاري زمینې برابرولو په برخه کې له صنعتي ښارګوټي او نورو خصوصي او دولتي بنسټونو سره خبرې شوې دي.

په ورته مهال، د روږدو درملنې د خصوصي مرکزونو مسوول ضياالدين مالدار وايي، که خلک او سيمه‌ييزه اداره په دې برخه کې له دوی ملاتړ او همکاري وکړي، کولای شي دغه شمېر کنټرول او د زیاتېدو مخه يې ونيسي.

هرات د هېواد په لوېديځه حوزه کې يو له مهمو ولايتونو دى چې له ايران سره گډې پولې درلودو له امله له کابل وروسته په نشه‌يي توکو د روږدو کسانو شمېر پکې ډېر دى.

له نشه‎‌‌‌يي توکو سره د مبارزې مدیریت د مسوولينو اټکلي شمېرو له مخې، دا مهال په یاد ولايت کې شاوخوا ٧٠ زره پر نشه‌يي توکو روږدي کسان موجود دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.