[restrict paid=”true”]
کندهار ښار (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینې محمد په مشرۍ د دغه نړۍوال سازمان لوړ پوړي پلاوي د مرغومي په ۲۹مه کندهار ته سفر کړی او د دغه ولایت له مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک او ځينو نورو چارواکو سره یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د کندهار د والي وياند حاجي زيد پژواک خبري اژانس ته وويل، امينې محمد په دې ليدنه کې ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه هڅه کوي څو له نورو هېوادونو سره د «اسلامي امارت» اړیکې ښې او پیاوړې کړي.
هغه زياته کړه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې په خپلو څرګندونو کې وويل، تېر کال يې په افغانستان کې ۲۳ میلیون افغانانو ته بشري مرستې رسولې او اداره یې ژمنه ده چې په روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې به لا ډېرو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي.
امینې محمد ويلي: «موږ ژمن یو چې په ټول توان د اسلامي امارت اړیکې له نړۍ سره ښې او پیاوړې کړو، موږ ژمن یو چې په افغانستان کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړو.»
د کندهار د والي وياند دغه راز وايي، مولوي حیاتالله مبارک د ملګرو ملتونو مرستیالې ته وویل چې «اسلامي امارت» په ټول افغانستان کې امنیت ټینګ کړی، ملکي تلفات صفر شوي، اداري او اخلاقي فساد له منځه تللی او د نشه يي توکو کښت صفر کچې ته کښته شوی، د ملت خواخوږي له نظام سره او د نظام خواخوږي له ولس سره ده.
د والي مرستیال ویلي: «اسلامي امارت له نړۍ او ټولو هېوادونو سره اقتصادي، ټولنیزې، علمي او نورې اړیکې غواړي او ډاډ ورکوي چې د افغانستان خاوره به د هیچا پر ضد و نه کارول شي او همداراز يې د ملګرو ملتونو له مرستیالې غوښتنه وکړه څو په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري.»
د کندهار چارواکو دغهراز په دې ليدنه کې غوښتنه کړې چې د شوې ژمنې له مخې باید له تور لیست څخه د «اسلامي امارت» د مشرانو نومونو د لرې کولو په برخه کې کار وشي او له «اسلامي امارت» سره دې د ملګرو ملتونو اړیکې همداسي دوامدارې وساتل شي څو په بېلابیلو برخو کې په ګډه د افغانانو د کلتور مطابق پرمختګ وشي.
[/restrict]
Views: 248
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن