زرنج (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د نیمروز ولایت سیمهییزې سرچینې د یوې نجلۍ د ځانوژنې او په دوو نورو جلا پېښو کې د درېیو کسانو د مړینې خبر ورکوي.
یوې سرچینې چې د کورنیو محدودیتونو له امله یې نه غوښتل نوم يې په راپور کې یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل، د فرشتې په نوم یوې ۱۶ کلنې نجلۍ –چې په نهم ټولګې کې وه- تېره ورځ ځان د خپل ټیکري په وسیله په پکي کې ځوړند کړی او وژلی دی.
د سرچینې په وینا: «د هغې کورنۍ ویلي چې دغه نجلۍ هغه مهال ځانوژنه وکړه چې پر نجونو د تعلیمي محدودیتونو له وضع کېدو وروسته له ښوونځې پاتې شوه او ځان یې د انګلیسي ژبې په یوه کورس کې شامله کړې وه، کله چې د هغې ورور خبر شو نو له کورس څخه یې منع کړه او بیا تر لفظي شخړې وروسته د ورور له خوا ووهل شوه، نجلۍ په پټه خونې ته ننوتې او ځانوژنه یې کړې ده.»
د یو بل خبر له مخې، په نیمروز ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس ژوند له لاسه ورکړی دی.
د یاد ولایت د ترافیکو مدیر مولوي سمیعالله جبیر وايي چې د کنګ- زرنج لارې په اوږدو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی دی.
هغه زیاتوي، د یادې پېښې په تړاو موټرچلوونکی نیول شوی او د امنیې قوماندانۍ جنايي مدیریت ته سپارل شوی دی.
همداراز د نیمروز امنیه قوماندانۍ د اطفایې امر حافظ عبدالحمید زرنجي پژواک اژانس ته وویل، د یوه ۴۰۴ ډول مسافروړونکي موټر سوځېدو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
نوموړي د دغې پېښې په تړاو نور جزیات ور نه کړل.
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن