ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونسکو سږ کال د پوهنې نړۍواله ورځ افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې ده

یونسکو سږ کال د پوهنې نړۍواله ورځ افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې ده

author avatar
20 Jan 2023 - 00:22
یونسکو سږ کال د پوهنې نړۍواله ورځ افغان نجونو او ښځو ته ځانګړې کړې ده
author avatar
20 Jan 2023 - 00:22

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او فرهنګي‌ سازمان (یونسکو) وايي، د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د جنورۍ ۲۴مه نېټه -چې د زده‌کړو نړۍواله ورځ ده- د افغان نجونو او ښځو په نوم ځانګړې شوې ده.

د یونسکو مشر ادرې ازولي په همدې مناسبت، افغان نجونو او ښځو ته د تعلیم اساسي حقونو بېرته ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال لومړی د نجونو ثانوي زده‌کړې وځنډولې او تېره میاشت یې اعلان وکړ چې د نجونو لوړې زده‌کړې او په نادولتي موسسو کې د ښځو دندې هم تر دویم امر پورې ځنډېدلې دي.

د یونسکو له خوا په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې زده‌کړې نړۍوال بشري حق دی او په نړۍ کې هېڅ داسې هېواد نشته چې د نجونو او ښځو د زده‌کړو مخه ونیسي.‌

سرچینې زیاته کړې، دا د نړۍوالې ټولنې مسوولیت دی چې د افغان نجونو د تعلیم او زده‌کړو د حق په بېرته اعاده کولو کې عاجل اقدامات وکړي.

یونسکو د جنورۍ په ۲۴مه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې یوه غونډه رابللې چې د دغه سازمان عمومي منشي به هم په کې ګډون کوي.

په دې غونډې کې د افغان نجونو او ښځو د تعلیم پر حقونو ځانګړی بحث کېږي.

[/restrict]

Views: 67

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.