ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې د دوو وژل شوو ماشومانو کورنۍ عدالت غواړي

اروزګان کې د دوو وژل شوو ماشومانو کورنۍ عدالت غواړي

author avatar
20 Jan 2023 - 16:11
اروزګان کې د دوو وژل شوو ماشومانو کورنۍ عدالت غواړي
author avatar
20 Jan 2023 - 16:11

ترینکوټ (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې یوه کورنۍ- چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې یې دوه ماشومان تښتول شوي او سرونه ترې پرې شوي- له چارواکو د عدالت غوښتنه کوی.

دغه کورنۍ وايي، دوې ورځې مخکې یې د دویم ځل لپاره د عبدالرحیم په نوم لس کلن ماشوم له کوره نادرکه شوی و او نن سهار په داسې حال کې وموندل شو چې سر یې له تنې بېل او په وحشت وژل شوی و.

د دغې کورنۍ غړو نن د مرغومي په ۳۰مه، د دغه وژل شوي ماشوم مړی د اعتراض په توګه د ولایت مقام مخې ته راوړی و او له چارواکو یې د عدالت غوښتنه کوله.

د یادې کورنۍ یوه غړي سید رحیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «لس کلن عبدالرحیم دوې ورځې مخکې له کوره نادرکه شوی و، خو نن یې د هغه جسد په داسې حال کې پیدا کړ چې سر یې پرې شوی و او په ډېره ظالمانه توګه وژل شوی و.»

هغه وایي، له تېرو درېیو کلونو راهیسې دا دویمه پېښه ده چې ورسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه: «درې کاله مخکې هم زموږ د کورنۍ یو ماشوم چې شاوخوا ۸ کاله عمر یې درلود، په ورته ډول ورک شو او بیا په داسې حال کې وموندل شو چې سر یې له تنې پرې شوی و.»

د هغه په خبره، له دغو پېښو وروسته اړ شول اعتراض وکړي څو د دوی د ماشومانو قاتلان پیدا او سخته سزا ورکړل شي.

نوموړی وايي، د دوی کورنۍ له هیچا سره هیڅ راز دښمني نه لري او نه پوهېږي ولې داسې ورسره کېږي.

ولایتي مسوولینو د اعتراض په اړه څه نه دي ویلي، خو امنیتي مسوولین وایي، له یادې کورنۍ سره د شوي ظلم پلټنه او د قاتلانو د نیولو هڅه پيل شوې ده.

د اروزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مولوي امین پژواک اژانس ته وویل، امنیتي ځواکونو سیمه کې د پېښي په تړاو پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې اروزګان کې د هدفي وژنو شمېر ډېر شوی دی.

Views: 438

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.