کابل (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان مرکزي بانک سبا د سلواغې په ۲مه، ۱۴ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
یاد بانک نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «د افغانستان بانک غواړي چې د ۱۴۴۴ کال د جمادی الثانی میاشتې په ۲۹مه (۱۴۰۱/۱۱/۰۲) د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر ۱۴ میلیون امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلوري.»
یاد بانک له ټولو سوداګریزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو- چې پر شرایطو برابر وي- غوښتنه کوي څو په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.
د افغانستان بانک لیکلي، د داوطلبۍ ګټونکي دې خپل حسابونه د لیلام ورځې تر پایه تصفیه کړي.
سرچینه زیاتوي، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قیمت پیسې یو ځل، په نغد ډول او ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.
د یادونې ده، د افغانستان بانک تېره میاشت (مرغومی) د افغانیو د ارزښت ثابت ساتلو په موخه ټولټال ۱۰۷ میلیون امریکايي ډالر په وقفهيي ډول لیلام کړي وو.
Views: 107
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن