ګردېز (پژواک، ١ سلواغه ١۴٠١): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د «هوا» په نوم یوې نوې خصوصي راډيو خپرونې پیل کړې.
د يادې راډيو مسوول مبين ميرزا پژواک خبري اژانس ته وويل: «په دې وروستيو کې ګڼ شمېر راډيوګانې د اقتصادي ستونزو له امله وتړل شوې، خو زمونږ هدف دا دی چې خلک له راډيويي خپرونو څخه برخمن شي او د رسنيو په برخه کې خلکو ته خدمات وړاندې کړو.»
نوموړی وايي، د هوا راډيو ۱۸ ساعته خبري، سياسي، ادبي، علمي او ټولنيزې خپرونې لري چې د پکتيا په ډېری ولسواليو کې اورېدل کېږي.
د هغه په خبره، د یادې راډيو مالي لګښت له سوداګریزو اعلانونو او شخصي پانګې څخه برابرېږي.
میرزا وايي، په هوا راډيو کې ۱۲ کسان کار کوي او په راتلونکي کې به یې د کارکوونکو شمېر ډېر او د کار ساحه نوره هم پراخه شي.
د یادې راډيو د پرانيستې په مراسمو کې د پکتيا ملي راډيو تلويزيون مشر ملا ادم خان اورياخېل وويل: «د هوا راډيو د نشراتو پيل په رسنيز ډګر کې يوه لويه لاستهراوړنه ده او ځايي ادارې به يې په هره برخه کې ملاتړ کوي او په ټوله کې به د رسنيو لپاره اسانتياوې رامنځته کوي.»
د هغه په وینا، رسنۍ بايد خلکو ته سم او کره معلومات وړاندې کړي او په ځانګړې توګه د دولت او خلکو ترمنځ د ښو اړيکو په رامنځته کولو کې هڅې وکړي.
د يادونې ده، د تېر جمهوريت په وروستيو کې په پکتيا کې ۱۱ راډيوګانې فعالې وې، خو په تېر يوه کال کې پنځه راډيوګانې د اقتصادي ستونزو له امله تړل شوې دي.
Views: 175
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن