کابل (پژواک، ۱ سلواغه ۱۴۰۱): په کابل کې د ايران سفارت وايي، حسن کاظمي قمي د پخوانۍ دندې په ساتلو سره، نن په رسمي ډول په افغانستان کې د ايران نوي سفير په توګه دنده پيل کړه.
په کابل کې د ايران سفارت په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې قمي، د پخوانۍ دندې په لرلو سره نن (شنبه) په رسمي ډول په کابل کې د ايران نوي سفير په توګه دنده پيل کړه او کابل ته راغی.
هغه تر دې وړاندې افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله.
یاد ايراني ډپيلومات په هرات کې د ايران په قونسلګرۍ هم دنده ترسر کړې ده.
تر قمي وړاندې، ډاکټر بهادر امینیان په کابل کې د ايران سفير و او دنده يې د تېرې مرغومې مياشتې په يوولسمه پای ته ورسېده.
Views: 92
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن