کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ ۱۴۰۱): ملګري ملتونه له اسلامي امارت څخه د ښځو او نجونو د زدهکړو او کار په اړه د وروستيو فرمانونو بېرته اخیستلو غوښتنه په داسې حال کې کوي چې سرپرست حکومت ویلي، دې ستونزې ته د شریعت په چوکاټ کې حللاره لټوي.
د لوړو زدهکړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه، تر دویم امر پورې په پوهنتونونو کې د نجونو زدهکړې او د اقتصاد وزارت د مرغومي په درېيمه په نادولتي موسسو کې د ښځو کار کول وځنډول.
څلور ورځې مخکې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په مشرۍ د دغه سازمان یو پلاوی کابل ته راغلی و.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) تېره شپه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې یاد پلاوي له افغانستانه د خپلو ليدنو څلور ورځنی سفر پای ته ورساوه، د افغانستان د وضعیت ارزونه یې وکړه، له افغان چارواکو سره يې وليدل او له افغانانو سره د ملګرو ملتونو پر پيوستون یې ټينګار وکړ.
سرچینې لیکلي، یاد پلاوي په کابل او کندهار کې د خپلو لیدنو په ترڅ کې وویل چې په ملي او نړۍوالو غيردولتي موسسو کې د ښځو د کار ځنډول د هغو ډېرو موسسو کار زيانمنوي چې له ميليونونو زيانمنونکو افغانانو سره مرستې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو یاد پلاوي پر افغان چارواکو غږ وکړ چې د نجونو زدهکړو او د ښځو د کار په اړه وروستي فرمانونو بېرته واخلي. سرچینې زیاته کړې چې افغانان بايد يوازې پرې نه ښودل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد مخکې ویلي چې د نجونو زدهکړو په برخه کې اسلامي امارت موقتي ګام اخیستی چې د زمینې په مساعدېدو سره به دغه اندېښنه رفع شي. همداراز د اسلامي امارت مشرانو ویلي چې علما هڅه کوي د نجونو د زدهکړو او د کار اجازې لپاره د شریعت په چوکاټ کې یوه حللاره پیدا کړي.
د یوناما په خبرپاڼه کې راغلي، افغانستان ته د یاد پلاوي د سفر موخه له نږدې څخه د وضعیت لیدل او د ښځینهوو د زدهکړو او کار په اړه افغان حکومت ته د نړۍوالې ټولنې پیغام رسول دي.
سرچینه د امنه محمد له قوله لیکي: «زما پيغام خورا روښانه و، په داسې حال کې چې موږ ترسره شوي مهم معافيتونه درک کوو، دا محدوديتونه افغان ښځو او نجونو ته داسې راتلونکی وړاندې کوي چې دوی په خپلو کورونو کې بندې وي، د دوی حقونه تر پښو لاندې کوي او ټولنه د دوی له خدماتو بېبرخې کوي.»
هغې زیاته کړې: «زموږ ټوليزه هيله د يوه داسې سوکاله افغانستان ده چې له ځان او ګاونډيانو سره په سوله کې ژوند وکړي، د پايښتلرونکي پرمختګ پر لار روان وي، خو دا مهال افغانستان د يوه ناوړه بشري ناورين او د ځمکې پر مخ د اقليم بدلون پر وړاندې د هغو خورا زيانمنونکو هېوادونو له ډلې څخه دی چې ځان منزوي کوي، موږ بايد د دغې تشې ډکولو لپاره هرڅه ترسره کړو.»
سرچینې لیکلي چې د ملګرو ملتونو د ښځو اداره د ټولو افغان ښځو او نجونو ترڅنګ ولاړه ده او د خپلو ټولو حقونو ترلاسه کولو لپاره به د دوی غږ پورته کولو ته دوام ورکړي.
یوناما زیاتوي چې ملګري ملتونه او همکاران يې لکه ملي او نړۍوالې غيردولتي مؤسسې، له ۲۵ میليون څخه ډېرو اړو افغانانو سره مرسته کوي او دلته پاتې کېدو او مرستو رسولو ته ژمن دي .
Views: 141
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن