Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مولانا حامدالحق: اسلام کې د نجونو زده‌کړو پر وړاندې هیڅ ډول ممانعت نشته

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۱): د پاکستان مشهورې دیني مدرسې حقانیه مشر مولانا حامدالحق وايي چې د اسلامي همکاریو سازمان او سعودي عربستان ترې غوښتي څو د افغانستان له اسلامي امارت سره د نجونو زده‌کړو په تړاو خبرې وکړي.

دا غوښتنه وروسته له هغه شوې چې د افغانستان اسلامي امارت لومړی د نجونو ثانوي او بیا تېره میاشت د هغو لوړې زده‌کړې وځنډولې.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو سازمان، د مصر د الازهر مشر او د سعودي عربستان او قطر په ګډون د ګڼو اسلامي هېوادونو علماوو له اسلامي امارته غوښتي چې د نجونو زده‌کړو ته دې اجازه ورکړي.

د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په اکوړه خټک سیمه کې د حقانیه دارالعلوم سرپرست او د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا حامدالحق له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې  ویلي: «د سعودي حکومت اعلی ادارو، د اسلامي همکاریو سازمان او د مجموع الفقه اسلامي له ما سره اړیکه کړې چې د افغانستان له علماوو، مفتیانو سره تاسو او د پاکستان نور علما کښېنئ او هغوی سره پر حجاب او تعلیم خبره وکړئ؛ ما هغه پیغام نږدې وختونو کې د افغانستان واکمنو او چارواکو ته د پیغام رسوونکو سفیرانو په وسیله رسولی او پر ټیلېفون مې هغوی سره اړیکه کړې ده.»

هغه زیاته کړې، په اسلام کې د نجونو زده‌کړو هیڅ ډول ممانعت نشته او افغان طالبان باید په ټولو پړاوونو کې نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې که اسلامي شریعت د نجونو زده‌کړو اجازه ورکوي نو ولې اسلامي امارت د افغان نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي؟ مولانا حامدالحق حقاني ویلي: «زما په نظر، په دې وخت کې به د امارت اسلامي پالیسي دا وي چې دنیا موږ سره همکاري نه کوي، د دوستۍ لاس نه راکوي، اروپايي هېوادونه او عرب هېوادونه له امریکا سره تجارتي او نورې اړیکې ساتي نو ځکه په دې وخت کې هیڅوک افغان اسلامي امارت ته لاس نه ورکوي، نو زما په نظر هغوی له غوسې دا کار کړی.»

نوموړی وایي، دوی له اسلامي امارته په ټینګه غوښتنه کوي چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي؛ ځکه چې ټولنه ورته اړتیا لري.

هغه زیاته کړې: «زما پلار مولانا سمیع‌الحق د طالبانو له بنسټګر مشر سره هم د دې ډلې په تېره واکمنۍ کې د نجونو پر زده‌کړو خبرې کړې وې او په ۲۰۰۱ زېږدیز کال کې یې د بامیان بودا مجسمو ړنګولو پر مهال ترې غوښتي وو چې دغه تاریخي بودا ړنګ نه کړي.»

د افغانستان اسلامي امارت، د اسلامي همکاریو سازمان او د سعودي عربستان حکومت تر اوسه د مولانا حامدالحق څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.