مهترلام (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): په لغمان کې د غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت او تشخيص تخينکي پلاوی وايي، د دوی د موندنو له مخې په دغه ولایت کې لا هم ۷۸ زره جریب دولتي ځمکه د غاصبینو په ولکه کې ده.
په لغمان کې د غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت او تشخیص تخینکي پلاوي مشري د دغه ولایت د کرنې رییس مولوي محمدولي محسن پر غاړه ده.
نوموړي پرون (د سلواغې ۲مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی د مرکز مهترلام په ګډون په قرغیو، الینګار او الیشنګ ولسوالیو کې تشخیص کړې چې ۷۸ زره جریب دولتي ځمکه لاهم د غاصبینو په ولکه کې ده.
هغه زیاته کړه: «د امیرالمؤمنین د ۶۹۶ ګڼه فرمان له مخې، د کرنې ریاست په ګډون له ۱۱ مختلفو ادارو څخه جوړ تخنیکي پلاوي ته دنده سپارل شوې چې امارتي ځمکه تثبیت او تشخیص کړي.»
محسن وویل، د دوی دنده یوازې د غصب شوې دولتي ځمکې تثبیت او تشخیص دی او له غاصبینو راګرځول د اجرائیه قوې مسوولیت دی.
نوموړ دغهراز وايي چې خپل راپور او د غصب شوې ځمکې ټول اسناد يې د وروستۍ پرېکړې لپاره عدليې وزارت ته لېږلي دي.
هغه زیاته کړه چې په یاد ولایت کې د غصب شوې دولتي ځمکې د تثبیت او تشخيص کارونه دوام لري.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن