کابل (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو سازمان عمومي منشي انتونیو ګوتریش د زدهکړو نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپله بیانیه کې په افغانستان کې د نجونو زدهکړو ځنډولو پرېکړې د بېرته اخیستو غوښتنه کړې ده.
نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان/ یونسکو نن (د جنوري ۲۴مه/ د سلواغې ۴مه) د زدهکړو نړۍواله ورځ د افغان نجونو او ښځو په نوم کړې ده.
ګوتریش په دې اړه د یوه ټویټ په کولو ویلي: «پر طالبانو غږ کوم چې د نجونو پر منځنیو ښوونځیو، لېسو او پوهنتونونو ظالمانه بندیز لغوه کړي.»
هغه زیاته کړې، ښوونه او روزنه د بشر اساسي حق دی، اوس یې وخت دی څو هغه «تبعیضي قوانین» او کړنې پای ته ورسول شي چې زدهکړې ته د لاسرسي مخه نیسي.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر هم د زدهکړو نړۍوالې ورځې په مناسبت پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «دا ستونزمنه ده چې نن د زدهکړو نړۍواله ورځ ونمانځل شي؛ ځکه افغان نجونې اوس له دغه حقه بې برخې شوې دي.»
هغې زیاته کړې، ښوونه او روزنه د افغانستان پر راتلونکي پانګه اچونه ده او هلکان او نجونې باید لاسرسی ورته ولري.
بلخوا، د ملګرو ملتونو علمي، ښوونیز او کلتوري سازمان/ یونسکو هم زدهکړو ته د افغان نجونو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.
دغه سازمان په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، دا مهال د افغانستان په منځنیو ښوونځیو او لېسو کې د نجونو شمېر د ۲۰۰۱ زېږدیز کال په څېر صفر ته رسېدلی دی.
سرچینې زیاته کړې: «په افغانستان کې د نجونو او ښځو هیلې پر اوبو لاهو شوې، د دوی د زدهکړو بنسټیز حق تر پښو لاندې شوی، دا د منلو وړه نه ده.»
په ورته توګه، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR هم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي: «زدهکړې د بشر حق دی؛ په افغانستان کې ټولې نجونې باید له شپږم پورته ټولګیو کې زدهکړو ته د لاسرسي حق ولري، څو خپل خوبونه پر واقعیت بدل کړي او پرمختګ وکړي.»
سرچینه وايي، ښوونه او روزنه له خلکو سره په پرمختګ او د فقر په خلاصون کې مرسته کوي.
سږ کال د زدهکړو نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې په افغانستان کې له شپږم د پورته ټولګیو په میلیونونه نجونې له نږدې یونیم کال راهیسې له زدهکړو بې برخې او له ناڅرګند راتلونکې سره مخ دي.
د افغانستان سرپرست حکومت تېر کال لومړی د نجونو ثانوي زدهکړې وځنډولې او تېره میاشت یې بیا اعلان وکړ چې د نجونو لوړې زدهکړې او په نادولتي موسسو کې د ښځو دندې هم تر دویم امر پورې ځنډېدلې دي.
د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو په وار وار ویلي چې د نجونو له زدهکړو سره مخالفت نه لري او په یوه داسې طرحه کار کوي څو نجونو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر کړي خو د کابو یونیم کال په تېرېدو سره لا هم د طرحې څرک نه لیدل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP