Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې د یوې مدرسې ودانۍ سوځېدلې ده

ښرنه (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): د پکتیکا د ارګون ولسوالۍ په «چانه‌خوا» سیمه کې د یوې مدرسې ودانۍ - چې اوس یوې سېلاب‌ځپلې کورنۍ ژوند پکې کاوه- سوځېدلې ده.

د ارګون ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شمس الله پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ودانۍ څو کاله مخکې د مدرسې لپاره جوړه شوې وه، خو کارونه یې نیمګړي پاتې وو او ګټې اخیستنې ته نه وه سپارل شوې.

هغه زیاته کړه، اوسمهال په دغې ودانۍ کې یوې سېلاب‌ځپلې کورنۍ ژوند کاوه چې تېره شپه د بخارۍ له امله اور پکې لګېدلی او سوځېدلې ده.

دی وايي، د اور لګېدنې له امله د ودانۍ ډېره برخه سوځېدلې ده خو ځاني زیان یې نه دی اړولی.

د پکتیکا له طبیعي پېښو سره د چمتووالي رییس مولوي مطیع‌الله منصور هم وايي چې ودانۍ دولتي ده او د کوچیانو یوې کورنۍ په خپل سر استوګنه پکې کوله.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل: «دا ودانۍ څو کاله مخکې د یوې دینې مدرسې لپاره جوړه شوې وه خو کارونه یې نه وو بشپړ شوي او نیمه کاره پاتې وه، یوه ځايي کورنۍ په خپل سر په کې مېشته شوې وه چې تېره شپه یې بخارۍ لګوله او ودانۍ اور اخیستی دی.»

نوموړی زیاتوي، سیمې ته یو پلاوی استول شوی څو معلومه کړې په دغه اورلګېدنه کې ودانۍ ته څومره زیان اوښتی دی.

دغه راز دی وايي چې د پېښې معلومات یې له اړوندو ادارو سره شریک کړي او له هغوی یې غوښتي څو د هرې سیمې مسوولینو ته لارښوونه وکړي څو خلکو ته په دولتي ودانیو کې د اوسېدو اجازه ور نه کړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.