ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

راشد خان؛ لومړی افغان او د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې په ۲۰ اووریزو لوبو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کوي

راشد خان؛ لومړی افغان او د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې په ۲۰ اووریزو لوبو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کوي

author avatar
24 Jan 2023 - 02:41
راشد خان؛ لومړی افغان او د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې په ۲۰ اووریزو لوبو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کوي
author avatar
24 Jan 2023 - 02:41

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۱): ملي لوبغاړی راشد خان د افغانستان لومړی او د نړۍ دویم لوبغاړی شو چې په ۲۰ اووریزو لوبو کې ۵۰۰ ویکټې ترلاسه کوي.

راشد خان په دې و روستیو کې د محمد نبي پر ځای د افغانستان د شل اووریزو سیالیو د ملي لوبډلې لوبډلمشر هم ټاکل شوی دی.

هغه اوس مهال د سویلي افریقا په شل اووریزو تجارتي سیالیو کې لوبیږي او د ممبۍ انډینیز کیپټاون د لوبډلې مشري هم ور ترغاړه ده.

راشد خان تر دې مخکې په شل اووریزو سیالیو کې ۴۹۷ لوبغاړي سوځولي وو، خو نن د سلواغې په ۳مه، د پرویټوریا کپیټل لوبډلې پر وړاندې لوبه کې یې په څلورو اورونو کې د ۱۶ منډو په بدل کې درې لوبغاړي وسوځول.

نوموړي خپله ۵۰۰ ویکټه د یادې لوبډلې د لوبغاړي کلاید فورتین په اوټ کولو ترلاسه کړه.

راشد خان په دې سره په نړۍ کې دویم لوبغاړی شو چې د کرکټ په نړیوال او تجارتي شل اوریزو سیالیو کې تر دې دمه ۵۰۰ کسان سوځوي.

۲۴ کلن راشد خان تر اوسه ۳۷۰ شل اووریزو لوبوکې برخه اخیستې ده.

تر راشد خان مخکې د ویسټ انډ‌یز مجرب لوبغاړی براوو دی چې تر دې دمه یې په شل اوریزو لوبو کې څه باندې ۶۰۰ ویکټې اخیستې دي.

هغه د نړۍ په بېلا بېلو لیګونو کې لوبېږي او لومړی افغان دی چې د جنوبي افریقا په تجارتي لیګ کې د یوې لوبډلې کپتاني او مشري کوي.

تر راشدخان وروسته بل افغان لوبغاړی محمد نبي په دې نوملړ کې یوولسم مقام لری، هغه تر اوسه په ۳۶۰ لوبو کې ۳۲۸ لوبغاړي سوځولي.

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.