قلعۀنو (پژواک، ۴ سلواغه ۱۴۰۱): بادغیس کې ځايي سرچینې په دغه ولایت کې د دوو ځوانانو له وژل کېدو خبر ورکوي.
د بادغیس ولایت مقام مطبوعاتي دفتر نن (د سلواغې ۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېره ورځ ناپېژانده وسلهوالو د دغه ولایت د جوند ولسوالس مربوطاتو کي یو ۳۱ کلن ځوان وژلی دی.
په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې وژل شوی کس ملکي وګړی و او د خسر له کوره خپل کور ته په لاره و چې د چاقو په وسیله وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، تر اوسه د دې پېښې انګېزه روښانه نه ده خو د عاملینو د نیولو هڅې روانې دي.
دغه راز مسوولین وايي چې د یاد ولایت د تګاب عالم ولسوالۍ کې مربوطاتو کې د عیدي محمد په نوم یو ۱۶ کلن ځوان د خپل تره د زوی له خوا وژل شوی دی.
د بادغیس د والي ویاند احمدجان حنظله ویلي چې عیدي محمد د تره له زوی سره په لوبو بوخت وو چې په تېروتنه ډز شوی او وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP