[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۱): د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د سعودي عربستان له زندانونو ۳۱۴ افغان بندیان خوشي شول.
د دغه وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاءاحمد د سلواغې په ۵مه د شپې ناوخته په خپله ټویټرپاڼه کې راغلي چې یاد بندیان د سعودي عربستان په جده ښار کې د افغانستان جنرل قونسلګرۍ هلو ځلو په ترڅ کې خوشي شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، یاد ۳۱۴ افغانان د سعودي په عسیر، جیزان، الباحه، ابها، طایف، مدینه منوره، قنفذه، شمیسي، تبوک او حدا زندانونو کې بندیان وو.
د بهرنیو چارو وزارت وایي چې یادو افغانانو ته د دې زمینه هم مساعده شوه چې هېواد ته راستانه شي.
خو په جده کې د افغانستان یوې سرچینې پژواک ته وویل چې دا کسان پر لویو جرمونو نه وو نیول شوي او نه هم بندیان وو، بلکې د یو څو ورځو لپاره په توقیفخانو کې وو.
سرچینې زیاته کړه، د ځینو کسانو د عمرې ویزې پای ته رسېدلې وې، د ځینو د اقامو ستونزې وې او ځینو نورې وړې ستونزې درلودې.
یادې سرچینې وویل، دا یو معمول دی او هره میاشت یو شمېر افغانان هلته توقیف او بیا له خوشي کېدو وروسته هېواد ته لېږل کېږي.
[/restrict]
Views: 145
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن