فېروزکوه (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): د غور ځايي مسوولین وايي، د غور ولایت چهارسدې ولسوالۍ هوايي ډګر د هېواد هوايي ډګر په توګه ثبت شو.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس د سلواغې په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد ډګر د ترانسپورټ او هوايي چلند له وزارت سره په همغږۍ د پکتیک هوايي شرکت له خوا جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
نوموړي زیاته کړه: «یاد هوايي ډګر د چهارسدې ولسوالۍ اوسېدونکو د بېړنیو ستونزو د حل په موخه جوړ شوی دی.»
هغه زیاته کړه، د دغه هوايي ډګر په جوړېدو سره د خلکو د ستونزو ډېره برخه چې په ژمي کې به د ځمکني ترانسپورټ له لارې د دغه ولايت مرکز تګ راتګ کاوه، حل شوې ده.
حماس وايي: «دغه ډګر کولای شي د خلکو ستونزې حل کړي؛ ځکه د یادې ولسوالۍ لارې سختې دي او په ژمي کې پرې تګ راتګ ډېر ستونزمن وي خو وروسته له دې د خلکو ستونزې هواریږي.»
د چهارسدې ولسوالۍ هوايي ډګر پرانیستې مراسمو کې د هېواد هوايي ډګرونو عمومي رییس عبدالستار غروال، د غور والي مل پاسوال احمدشاه دیندوست، د کابل نړۍوال هوايي ډګر رییس عبدالهادي محمد او د پکتیک هوايي شرکت مسوولینو ګډون کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP