Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پل‌علم، اسعداباد، ترینکوټ (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): د لوګر، کونړ او اروزګان زرګونو اوسېدونکو په سویډن او نیډرلینډ هېوادونو کې قران‌کریم ته د شوي سپکاوي په غبرګون کې لاریونونه وکړل او د دغه عمل ترسره کوونکو ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.

د لوګر په مرکز پل‌علم کې لاریون‌کوونکو د سویډن او نیډرلینډ خلاف شعارونه ورکول او پر ملګرو ملتونو یې غږ وکړ چې پر دغو هېوادونو فشار راوړي څو د پېښې عاملین محاکمه کړي.

د لاریون یوه ګډونوال عبدالله مصطفی پژواک خبري اژانس ته وویل، د سویډن او نیډرلینډ دوو اوسېدونکو قران‌کریم ته په بې‌حرمتي کولو د اسلام دین ته سپکاوی کړی چې دوی یې سخت غندي.

هغه زیاته کړه، اسلامي هېوادونه باید د دغه عمل په غبرګون کې له یادو دواړو هېوادونو سره هر ډول اړیکې وځنډوي.

یوه بل لاریون‌کوونکي ارسلا خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسلام دین مقدساتو ته سپکاوی د منلو نه دی، د دغه کار مرتکبین باید ښکاره محاکمه شي او له دې وروسته دې چا ته اجازه نه ورکول کېږي چې دغسې کړنه تکرار کړي.

د یو بل خبر له مخې، د کونړ په مرکز اسعداباد کې هم زرګونو کسانو د قران‌کریم د سپکاوي په غبرګون کې لاریون وکړ.

لاریون‌کوونکو د اسلامي نړۍ له مشرانو وغوښتل چې سره یو شي او اسلام ته د سپکاوي‌کوونکو پر وړاندې ودرېږي.

د دغه لاریون یوه ګډونوال او دیني عالم مولوي سیدولی‌الله حنیف وویل: «د مسلمانانو په توګه د سویډني افراطي سیاستوال دا عمل چې زموږ مقدس کتاب ته یې سپکاوی کړی، په سختو ټکو غندو، د یادې کړنې عاملینو ته باید سخته سزا ورکړل شي.»

د لاریون ګډونوالو په یوه پرېکړه‌لیک کې له نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د سویډن له حکومته وغوښتل چې په نړۍ کې د مذاهبو او ملتونو ترمنځ د یووالي او سوله‌ییز ژوند لپاره هڅې وکړي او د مسلمانانو مقدساتو ته له سپکاوي ډکو کړنو مخه دې ونیول شي.

د اروزګان په مرکز مرکز ترینکوټ کې هم سلګونو کسانو لاریون وکړ او قران‌کریم ته شوی سپکاوی یې وغانده.

دا لاریون چې د مرکز ترینکوټ په ګډون د ولسوالیو او لرو سیمو سلګونو اوسېدونکو ګډون په کې کړی و، د ترینکوټ ښار په ملا عبدالرزاق څلورلارې کې نن سهار نهه بجې پیل شو او د غرمې تر دوولسو بجو یې دوام وکړ.

د اروزګان یوه دیني عالم او د لاریون ګډونوال مولوي عبدالله رباني وویل، نننی لاریون په دې موخه کېږي څو نړۍوالو ته وښودل شي چې افغانان د خپل دین او کتاب ننګه کوي او هرې قربانۍ ته چمتو دي.

هغه زیاته کړه، اسلامي نړۍ باید د دې ډول جنایتونو پر وړاندې ودرېږي او چا ته اجازه ور نه کړي چې د یوه سپېڅلي اسماني کتاب سپکاوی وکړي.

لاریون ته د دولتي مسوولینو په استازولۍ د عدلیې رییس مولوي اخترمحمد ثاقب وویل، هغه کسان دې علني محاکمه شي چې قران‌کریم ته یې بې حرمتي کړې ده.

هغه زیاته کړه، کفري هېوادونه په خپل دې ډول کړنو د دیني او مذهبي ارزښتونو په اړه د مسلمانانو د حساسیت کچه معلوموي.

له تېرو څو ورځو راهیسې د لوګر، کونړ او اروزګان ترڅنګ په کندهار، زابل، ننګرهار، پکتیکا، خوست او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم قران‌کریم ته د سپکاوي غبرګون کې ورته لاریونونه شوي دي.

څو ورځې مخکې په سویډن کې د ترکیې ضد لاریونونو پر مهال د دغه هېواد یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قران‌کریم نسخې سوځولې وې.

دغه راز د نیډرلینډ په هاګ ښار کې بیا یوه سياستوال د قران‎کریم نسخه شکولې وه.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو په سويډن او نېدرلېنډ کې د قران‌کریم سوځول او بې‌حرمتي په سختو ټکو غندلې او له دغو هېوادنو یې غوښتي چې عاملینو ته یې سزا ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.