Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ناڅرګندو وسله‌والو ننګرهار کې يو قومي مشر وژلی

[restrict paid="true"]

جلال‌اباد (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): د ننګرهار د کوز کونړ ولسوالۍ يو قومي مشر او د پخوانۍ ولسي جرګې د غړي ورور، ملک عبدالمالک ملکزی ناڅرګندو وسله‌والو کسانو وژلی دی.

د عبدالمالک ملکزي وراره طارق ملکزي پر خپله فېسبوک‌پاڼه د نوموړي د جنازې اعلان نشر کړی او ويلي يې دي چې نن (پنجشنبه) ۳ نيمې بجې يې د دغې ولسوالۍ په قلعه ټک سيمه کې جنازه ادا شوه.

د سيمې يوه اوسېدونکي ولي‌مير هم پژواک ته وويل، د دوی د سيمې قومي مشر او د ولسي جرګې د پخواني غړي نوراغا ملکزي ورور عبدالمالک ملکزی، نن سهار د جلال اباد – تورخم پر لويه لاره د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا وژلی شوی دی.

د هغه په وينا، ملکزی پېښور ته د درملنې لپاره روان و چې دغې پېښې سره مخامخ شوی دی.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رياست په دې اړه ناخبري وښوده او نورو حکومتي سرچينو يې هم په اړه څه نه دي ويلي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.