ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مکسیکو له لارې امریکا ته تللی پخوانی افغان سرتېری له زندانه خوشې شو

د مکسیکو له لارې امریکا ته تللی پخوانی افغان سرتېری له زندانه خوشې شو

author avatar
27 Jan 2023 - 00:46
د مکسیکو له لارې امریکا ته تللی پخوانی افغان سرتېری له زندانه خوشې شو
author avatar
27 Jan 2023 - 00:46

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): هغه پخوانی افغان سرتېری چې دامریکا په متحده ایالاتو کې د پناه‌اخیستو په تمه له مکسیکو څخه امریکا ته د اوښتو پر مهال نیول شوی و، له څو میاشتو زندان تېرولو وروسته پرون خوشې شوی دی.

عبدالواسع صافی د ټکساس ایالت په ایډن کې وروسته له هغه د امریکا د کډوالۍ ادارې له توقیف څخه خوشې شو، چې یوې قاضۍ د فدرالي څارنوالانو په غوښتنه پر هغه لګېدلي د کډوالۍ له قانون څخه د سرغړونې تورونه لرې کړل.

صافی وايي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته د نوي سرپرست حکومت له له لوري د غچ اخیستنې له وېرې ځکه له هېواده ووت چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو لپاره د استخباراتي مامور په توګه د کار کولو پر مهال یې امریکايي ځواکونو ته د وسله‌والو مخالفینو په اړه معلومات ورکړي وو.

هغه د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې له برازیل څخه د مکسیکو او امریکا تر پولې اوږد او له خطرونو ډک واټن په دې نیت وهلی و چې په ټکساس کې له خپل ورور سره یو ځای شي، خو له پولې څخه د اوښتو پر مهال ونیول شو.

په ټکساس کې د فدرال یوې قاضۍ د دوشنبې په ورځ پر هغه لګېدلي تورونه لرې کړل. د صافي مدافع وکیل، زکري فرتیتا د چهارشنبې په ورځ وویل چې د هغه موکل په یوه ناڅرګند ځای کې خپله درملنه کوي او پلان لري چې د جمعې په ورځ د ټکساس په هیوسټن کې په خبري کنفرانس کې وینا وکړي.

فرتیتا وویل، واسع صافی او د هغه ورور «له یو بل سره پر بیا یو ځای کېدو خوښ ديږ»

له برازیل څخه امریکا ته د سفر پر مهال واسع صافی وهل شوی، غاښونو او د اورېدلو حس ته یې زیان اوښتی.

د هغه مدافع وکیل همدارنګه ویلي چې په تېرو څو میاشتو کې د هغه د روغتیا په اړه د بې‌غورۍ له امله یې روغتیايي حالت نور هم خراب شوی چې دا مهال ورته پاملرنه کېږي.

هغو مدافع وکیلانو، د امریکا د کانګرس غړو او پوځي ادارو چې د واسع صافي د خوشې کولو لپاره یې هلې ځلې کړي، وايي چې د هغه قضیه ښيي چې په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د بېړني وتلو له امله هغو افغانانو ته زیان رسېدلی چې له امریکا سره یې مرسته کړې وه خو په افغانستان کې تر شا پرېښودل شوي دي.

شاوخوا ۷۶زره افغانان چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې یې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره د ژباړونکو او همکارانو په توګه کار کړی، له دغه هېواد څخه د امریکا له وتلو وروسته په پوځي الوتکو کې امریکا ته رسېدلي دي. خو په امریکا کې د دوی د کډوالۍ وضعیت له دې امله روښانه نه دی چې د امریکا کانګرس تېره میاشت هغوی ته د قانوني استوګنې ورکولو د قانون په تصویبولو کې پاتې راغی.

د واسع صافي مدافع وکیلان وايي، یوازې د هغه قضیه نه ده، بلکې د امریکا او مکسیکو پر پوله ډېر نور پناه غوښتونکي افغانان هم شته چې دوسیو ته یې پوره پاملرنه نه ده شوې.

یادونه: په دې راپور کې د امریکا غږ له خبر څخه استفاده شوې ده.

[/restrict]

Views: 121

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.