Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت: نړۍوال دې د فلسطینیانو د حقونو خوندیتوب لپاره غږ پورته کړي

کابل (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۱): د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت د اسراییلي پوځیانو له لوري په فلسطین کې د نهو عامو وګړو وژل کېدل غندي او له نړۍوالو غواړي چې د فلسطینیانو د حقونو ساتنې لپاره غږ پورته کړي.

د بهرنیو چارو وزارت، نن (جمعه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د فلسطین په جنین ښار کې د اسراييلي عسکرو له خوا بريد غندلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي: «اسلامي امارت د فلسطین په جنین ښار کې د اسرایيلي رژیم عسکرو د وحشیانه برید په ترڅ کې د نهو تنو مظلومو فلسطینیانو په شهادت رسول او ګڼو نورو ټپي کېدل په کلکه غندي او له الله تعالی نه شهیدانو ته د مغفرت او ټپیانو ته د عاجلې شفا‌ء غوښتنه کوي.»

سرچینې لیکلي، اسلامي امارت پر نړۍوالو غږ کوي چې د «مظلوم فلسطیني ولس» د اسلامي انساني حقونو د خوندي کولو په پار د اسرايیلي رژیم د بشر ضد مظالمو پر وړاندې خپل غږ پورته او عملي اقدمات وکړي.

تېره ورځ اسراییلي ځواکونو د غزې په تړانګه کې د جنین د کډوالو په کمپ کې د یوې بوډا ښځې په ګډون نهه فلسطینیان ووژل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.