[restrict paid=”true”]
اټلانټا (پژواک، ۶ سلواغه ۱۴۰۱): د امریکایي ډالرو پر وړاندې د پاکستانۍ کلدارې ارزښت په بېسارې توګه لوېدلی او د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې یو ډالر په شاوخوا ۲۲۵ کلدارو تبادله کېده.
پاکستانیو رسنیو خبر ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ ناڅاپه امریکایي ډالر د کلدارو پر وړاندې ۲۴ روپۍ پورته لاړ .
سرچینې وایي، تر دې مخکې یو ډالر په ۲۴۳ کلدارو تبادله کېده. دا د ډالرو پر وړاندې د کلدارو دومره را لوېدل یو ریکارډ بلل کېږي.
د پاکستان مرکزي بانک د سلواغې په ۶مه، د اسعارو د تبادلې نرخ نه دی اعلان کړی، خو تېره ورځ د دوی د رسمي نرخ له مخې، یو ډالر په ۲۳۰ کلدارو تبادله کېده، خو په ازاد بازار کې یې بیه بیا تر دې ډېره لوړه وه.
پاکستاني رسنۍ وايي، د ډالرو د ارزښت د زیاتېدو اصلي لامل د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې په ډالرو باندې د مشخص قېمت د ټاکلو ختمېدل دي چې د اسعارو د تبادلې ټولنې کړی دی.
خو د اسعارو د تبادلې د ټولنې مشر ظفر پراچه امریکا غږ ډیوې ته ویلي، د کلدارو د ارزښت د ټيټېدو لامل پر ډالرو باندې د مشخص نرخ لرې کول نه دي، بلکې د ده په خبره، له لومړي سره د کلدارو په مقابل کې د ډالرو اصلي ارزښت همدومره و.
هغه زیاته کړې، د اسعارو د تبادلې په بازار کې د «ډالرو اصل قیمت ۲۵۵ روپۍ و او اتحادیې چې د ډالرو او کلدارو قېمت ازاد پرېښوده، خپل اصل قېمت ته» راغلل.
ځینې اقتصاد پوهان په دې باور دي چې اوس پاکستان ته له بهر څخه پيسې لږ راځي چې په غیر رسمي مارکېټونو کې هم د ډالر پر وړاندې د کلدارو ارزښت ډېر ولوېد.
د پاکستان مرکزي بانک وايي، ډېری سوداګر پر ډالرو کاروبار کوي او پاکستان هم خپل ډېر خوراکي توکي، صنعتي خام مواد، تېل او دا ډول نور مواد له بهر څخه واردوي چې هلته هم ډېری وخت په ډالرو معاملې کېږي.
[/restrict]
Views: 1361
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن