ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عمران خان ویلي، زرداري یې د وژلو لپاره ترهګرو ته پیسې ورکړې دي

عمران خان ویلي، زرداري یې د وژلو لپاره ترهګرو ته پیسې ورکړې دي

author avatar
28 Jan 2023 - 00:31
عمران خان ویلي، زرداري یې د وژلو لپاره ترهګرو ته پیسې ورکړې دي
author avatar
28 Jan 2023 - 00:31

اټلانټا (پژواک، ۷ سلواغه ۱۴۰۱): د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ادعا کړې چې د دغه هېواد پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د ده د وژلو لپاره ترهګرو ته پیسې ورکړې دي.

پاکستاني رسنیو د سلواغې په ۷مه خبر ورکړی چې د عمران خان دا څرګندونې تازه په خپله ټویټرپاڼه کې کړې دي.

له دې مخکې عمران خان ویلي وو چې څلورو کسانو د ده د وژلو پلان جوړ کړی، خو د چا نوم یې نه و په ډاګه کړی.

هغه اوس ویلي چې په دې څلورو کسانو کې یې یو پخوانی ولسمشر او د پیپل ګوند مشر اصف علي زرداري دی.

نوموړي ادعا کړې چې زرداري د دغه کار لپاره ترهګرو ډلو ته پیسې ورکړې دي او د پاکستان ځیني ځواکمن خلک ورسره په دغه کار کې مرسته کوي.

عمران خان د (ځواکمنو خلکو) اصطلاح د پاکستان د پوځ ځینو چارواکو ته کاروي.

بلخوا د پیپل ګوند د عمران خان دغه تورونه رد کړي او د هغه پر ضد یې په محکمه کې د عریضې کولو اعلان کړی دی.

Visits: 109

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.