اټلانټا (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د هلمند ولایت اوسېدونکې ډاکټر فریحه نوزادي د انګلستان له یوه مشهور پوهنتون څخه د نړۍوالې عامې روغتیا په برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
د هغې پلار احمد جان نوزادي پژواک اژانس ته وویل چې ده او مېرمنه یې د خپلې کشرې لور د فراغت په مراسمو کې ګډون وکړ.
نوموړی وایي، د فریحه نوزادي په نامه کشره لور یې د انګلستان له کنټربیري کریسټ چرچ پوهنتون (Canterbury Christ
Church University) څخه د نړۍوالې عامې روغتیا (Global Public Health) په برخه کې د ماسټرۍ دوره بشپړه کړه.
هغه زیاته کړه، ډاکتر فریحې تېر کال په داسې وخت کې د ماسټرۍ دورې زدهکړې پیل کړې چې د یو بشپړ سمستر درس ترې تېر شوی و.
نوزادي وویل، ډاکتر فریحه چې له چراغ پوهنتون څخه په لوړه درجه فارغه شوه، تر دې مخکې چې د ماسټرۍ پروګرام پیل کړي، د کابل په ملالۍ روغتون کې یې پر خپل تخصص کار کاوه.
هغی خپلې لومړنۍ زدهکړی د افغان ترک د نجونو په لېسه کې پای ته رسولې او په شپږو ژبو، انګلیسي، ترکي، عربي، اردو، پښتو او فارسي خبرې او لیکنې کولی شي.
د فریحې پلار وایي، هغې له ماشومتوبه مینه درلوده چې ډاکټره شي او په ۲۰۱۱ کال کې چې لا د لسم ټولګي زدهکونکې او څوارلس کلنه وه، د ساینس په ملي سیالۍ کې د روغتیا پر یوې پروژې (د شکرې د ناروغیو زخمونو درمل د شنبلیله په واسطه) کار پیل کړ.
ډاکتر فریحه وایي: «زما د روغتیا پروژه د ساینس نړۍوالې مسابقې ته لاره پیدا کړه.»
هغې زیاته کړه چې خپله پروژه یې د ۵۷ هېوادونو استازو پر وړاندې په استانبول کې وړاندې کړه.
ډاکتر فریحه وایي، غواړي چې په راتلونکي کې د افغانستان د روغتیا وزیره شي، څو د افعانستان د روغتیا سیستم د اصلاح لپاره رغنده پالیسي او پلانونه جوړ کړي چی په عملي کېدو سره یی د مور او ماشوم د مړینې کچه صفر ته راټیټه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP