کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د لوړو زدهکړو وزارت د هېواد ټولو خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته لارښوونه کړې چې د را روان لمریز کال لپاره د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوملیکنه تر بل امر پورې وځنډوي.
د لوړو زدهکړو وزارت نن (د سلواغې ۸مه)، خصوصي پوهنتونونو او د لوړو زدهکړو موسسو ته په استولي مکتوب کې لیکلي چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور په ازموینه کې د نجونو نوملیکنه تر بل امر پورې وځنډوي.
د دغه مکتوب صحت د لوړو زدهکړو وزارت ویاند حافظ ضیاءالله هاشمي پژواک ته تأیید کړ.
په یاد مکتوب کې راغلي چې د ښځينه محصلانو نوملیکنې ته تر امر ثاني پورې اجازه نشته.
په مکتوب کې زياته شوې، هغه خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زدهکړو موسسې چې په ګرمو سیمو کې دي، د کانکور عمومي ازموینه دې د روانې سلواغې له ۸ مې تر ۲۱مې او متفرقه د سلواغې له ۲۲مې د کب تر ۵مې واخلي.
سرچينه کاږي، په هغو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زدهکړو موسسو کې چې په سړو سیمو کې دي، د کانکور عمومي ازموینه دې د راتلونکې کب له ۶مې تر ۱۹مې او متفرقه ازموینه د کب له ۲۰مې د را روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وري تر ۴مې واخیستل شي.
سرچینه وایي، ټول تحصیلي بنسټونه اړ دي چې د کانکور له ازموینې څخه پنځه ورځې مخکې خپل مکتوب د محصلانو چارو له ریاست څخه ترلاسه کړي او هغه دې په مرکز کې د ازموینو ملي ادارې او په ولایتونو کې دولتي پوهنتونونو ته د ازموينې د څارنې پلاوي د ټاکلو لپاره تسلیم کړي.
بايد وویل شي چې د لوړو زدهکړو وزارت د لېندۍ په ۲۹مه هم اعلان وکړ چې په هېواد کې د نجونو لوړې زدهکړې تر دویم امر پورې ځنډول شوې دي.
Views: 135
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن