کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، په هېواد کې د سړې هوا له امله زرګونه خلک د امکاناتو له کمښت سره مخ دي او خصوصي سکټور دې په دې برخه کې مرستې وکړي.
د یاد وزارت له خوا نن په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: «دا چې د سړې هوا له امله ځینو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی او هره ورځ په دې شمېر کې زیاتوالی راځي، نو د اندېښنې وړ خبره دا ده چې د یخ څپه ورځ تر بلې پیاوړې کېږي او په اغېزمنو ولایتونو کې زرګونه هېوادوال د امکاناتو له کمښت سره مخ دي.»
سرچینې لیکلي، د اسلام له مبین دین څخه په انګېزه اخیستنې باید په دغه اندېښمن وضیعت کې د خصوصي سکټور سوداګر د تېر په څېر اغېزمنو خلکو ته د مرستو په رسولو کې هڅې وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي: «د اسلامي امارت مشرتابه د دغه وضیعت د ښهوالي لپاره د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته لارښوونه کړې چې د خصوصي سکټور د مرستو جلب لپاره عمومي غوښتنه وشي ترڅو اغېزمنو ته په وخت مرسته ورسېږي.»
سرچینې زیاته کړې، یاد وزارت د خصوصي سکټور له غړو غواړي چې د دغې انساني فاجعې د ژوروالي په درک کولو او نورو تلفاتو مخنیوي لپاره د خیر له کاروان سره یو ځای شي او اغېزمنو خلکو ته د مرستو په برابرولو سره خپل دیني مسوولیت ادا کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې مرستندویان کولی شي خپلې مرستې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټاکلې کمېټې ته وسپاري.
د یادونې ده، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت تازه ویلي چې د سړې هوا له امله په تېرو دوو اونیو کې د هېواد په ۲۴ ولایتونو کې ۱۲۴ کسان مړه شوې دي.
Views: 37
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن