ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جوزجان د درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو خلک د برېښنا نشتوالي ستونزې د هواري غوښتنه کوي

د جوزجان د درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو خلک د برېښنا نشتوالي ستونزې د هواري غوښتنه کوي

author avatar
28 Jan 2023 - 14:52
د جوزجان د درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو خلک د برېښنا نشتوالي ستونزې د هواري غوښتنه کوي
author avatar
28 Jan 2023 - 14:52

جوزجان (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د جوزجان د درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو یو شمېر اوسېدونکي د برېښنا نشتوالي له امله شکایت کوي او وايي، دا په داسې کې ده چې د ترکمنستان وارداتي برېښنا مزی له دغه ولایت څخه سرپل او بلخ ولایتونو ته تېرېږي.

د جوزجان د خلکو له خوا دا ستونزه په داسې حال کې مطرح کېږي چې مسوولین وايي، هڅه کوي څو دې ستونزې ته یوه مناسبه حل‌لاره پیدا کړي.

د درزاب ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدالله وايي، د برېښنا نشتوالي ستونزه اوسنۍ نه ده، بلکې له کلونو راهیسې ورسره مخ دي.

هغه زیاته کړه: «که څه هم د برېښنا نشتوالي په اړه مو د تېر حکومت چارواکو ته شکایتونه کړي وو، خو هیڅکله ورته پاملرنه ونه شوه؛ د هغه وخت چارواکو تل په دغو ولسوالیو کې د داعش ډلې له خوا د دولتي ځواکونو پر وړاندې جګړه پلمه کوله، او دا یې یوه لویه ستونزه بلله.»

نوموړي وویل: «اوس چې د پخواني نظام له سقوط څخه شاوخوا دوه کاله تېرېږي، موږ لا هم د برېښنا نشتوالي له ستونزې سره مخ یو او اسلامي امارت هم دې ستونزې ته رسېدنه نه ده کړې، دا په داسې حال کې ده چې څو ځله مو دا ستونزه د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریکه کړې ده.»

په ورته وخت کې، د یاد ولايت د قوش‌تېپې ولسوالۍ يو اوسېدونکى برهان‌الدین هم د برېښنا له نشتوالي شکايت او د حل غوښتنه يې کوي.

هغه زیاته کړه: «موږ د ځايي حکومت له مسوولينو غوښتنه کوو چې د برېښنا په برخه کې زموږ ستونزې حل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د جوزجان ولایت مقام د دفتر رییس محمد مجاهد وویل: «موږ په قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو کې د برېښنا نشتوالي له ستونزې خبر یو او هڅه کوو چې ورته یوه مناسبه حل‌لاره ولټوو.»

د مجاهد په وینا، سیمه‌ییزو مسوولینو په درزاب او قوش‌تېپې ولسوالیو کې د برېښنا د ټرانسفرمرونو لګولو او د برېښنا رسوني شبکې جوړولو په موخه مرکزي ادارې ته وړاندیز کړی، د حکم له صادرولو او لازم تصمیم نیولو وروسته به په دې برخه کې اقدام وکړي.

Views: 21

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.