ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني ښاروالۍ ګوښه کړل شوي مامورین له مسوولینو عدالت غواړي

د غزني ښاروالۍ ګوښه کړل شوي مامورین له مسوولینو عدالت غواړي

[restrict paid=”true”]

غزني ښار (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د غزني ښاروالۍ اته لوړپوړي مامورین وايي چې له کوم څرګند دلیل پرته له دندو ګوښه کړل شوي دي؛ خو یو ځايي چارواکی وايي، یاد مامورین منفک شوي نه دي، بلکې دندې یې د څارنې کمېسیون له لوري ځنډول شوې دي.

د غزني ښاروالۍ دغه اته لوړپوړي مامورین امین‌الله حمزه‌خېل د ښار د لومړۍ ناحیې مدیر، جمال قیوم‌زوی د دویمې ناحیې مدیر، معاون ظاهر د درېیمې ناحیې مدیر، علیپور د څلورمې ناحیې مدیر، انجنیر شېراحمد صدیقي د انجنیري څانګې مدیر، حزب‌الله د قراردادونو مدیر، حاجي بصیر د عوایدو مدیر او حمیدالله سروري اجرائیه مدیر دي.

یاد مامورین وايي، دوی ټولو د لسانس تر کچې زده‌کړې کړې او هر یوه له ۷ تر ۳۱ کلونو په ښاروالۍ کې دندې ترسره کړې دي.

هغوی زیاتوي، که د دندو پر مهال یې له اصولو سرغړونه، فساد او یا یې له خپلو موقفونو ناوړه استفاده کړې وي او په اړه یې اسناد او مدارک موجود وي، نو قانوني چلند دې ورسره وشي، نه دا چې په اوسني ډول له دندو لرې شي.

د غزني ښاروالۍ د انجنیري څانګې مسوول انجنیر شېراحمد د دغې ادارې د ګوښه کړل شوو مامورینو په استازولۍ پژواک خبري اژانس ته وویل، د ده په ګډون د ښاروالۍ اته لوړپوړي مامورین د روانې سلواغې میاشتې له لومړۍ د «څارنې کمېسیون» له لوري له دندو لرې شوي دي.

د معلوماتو له مخې، دغه کمېسیون د اسلامي امارت د مشر په حکم دوه میاشتې مخکې جوړ شوی، مشري یې د ولایت مقام مرستیال کوي او نور غړي ارګانونه یې امنیه قومانداني او استخبارات دي چې د ملکي او نظامي ادارو د تصفیه کولو دنده لري.

نوموړی وايي، هیڅ ځای داسې قانون نشته چې برحال مامورین دې له کوم دلیل پرته له دندو لرې کړای شي، دغه کړنه له رایجو او معمول قوانینو ښکاره سرغړونه او بې‌عدالتي ده.

هغه زیاته کړه: «که موږ کومه سرغړونه، تېروتنه یا ناوړه استفاده کړې وي نو باید له قانون سره سم څارنوالۍ ته معرفي شوي وای، څېړنه او تحقیق راڅخه شوی وای او محکمې مو په اړه پرېکړه کړې وای.»

د هغه په خبره، د دوی دغه ډول له دندو ګوښه کېدو نور دولتي مامورین هم اندېښمن کړي چې ګواکې حکومت به د نورو ادارو مامورین هم په ورته ډول له دندو لرې کړي.

په غزني کې مېشت فعال او قانون‌پوه سهېل امیري هم وايي، د نړۍ په هیڅ هېواد کې داسې قانون نشته چې د یوې دولتي ادارې کارکوونکي دې په ډله‌ییزه توګه له کوم دلیل پرته له دندو لرې شي.

هغه پژواک خبري اژانس ته وویل، د کار قوانینو له مخې، که کوم دولتي کارکوونکی تېروتنه یا له ټاکلو اصولو سرغړونه وکړي، نو لومړی توصیه ورته کېږي، دویم ځل اخطار ورکول کېږي، درېیم ځل کسر معاش کېږي او که بیا هم اصلاح نه شي نو په اخر کې یا تبدیلېږي او یا منفک کېږي.

خو هغه وايي چې په یاد شوي مورد کې د هر ډول اصولو او قوانینو خلاف اته مامورین له کوم دلیل پرته په ډله‌ییزه توګه له دندو شړل شوي دي.

څو ورځې پرله‌پسې هڅه مو وکړه چې په دغه تړاو د غزني ولایت مقام، د څارنې کمېسیون او ښاروالۍ نظر واخلو خو څوک خبرو ته حاضر نه شول.

خو د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر مولوي منصور افغان پژواک خبري اژانس ته د ښاروالۍ د اتو مامورینو د ګوښه کولو پرېکړه داسې توجیه کړه: «تغییر او تبدیل په حکومتولۍ کې یو اصل دی چې باید ټول دولتي مامورین غاړه ورته کښېږدي.»

هغه زیاته کړه، یاد مامورین منفک شوي نه دي، بلکې دندې یې د څارنې کمېسیون له لوري ځنډول شوې، تر اوسه د دوی پر ځای نور څوک نه دي ګومارل شوي.

خو نوموړي د یادو مامورینو د ګوښه کېدو یا د دندو ځنډېدو لامل په ډاګه نه کړ.

[/restrict]

Views: 398

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.