Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پښتونخوا کې د یوې کښتې ډوبېدو پېښه کې ۱۱ ماشومان مړه شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې د اوبو په یوه بند کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۱۱ ماشومان مړه شوي دي.

پاکستاني رسنیو د سلواغې په ۹مه خبر ورکړی چې دا پېښه د کوهاټ په تانده سیمه کې شوې ده.

ځایي مسوولینو ویلي، د کوهاټ یوې ځایي دیني مدرسې ماشومان د چکر لپاره یاد بند ته تللي وو او هغه کښتۍ چې دوی په کې د تفریح کولو لپاره سپاره وو، اوښتې ده.

د راپورونو له مخې، په کښتۍ کې له اندازې ډېر کسان سپاره وو، د ژغورنې ټیم شپږ ماشومان ژغورلي خو ۱۴ نو اوس هم نادرکه دي.

سرچینو ویلي، تر اوسه د ۱۱ ماشومانو مړي را ایستل شوي چې عمرونه یې د اتو او ۱۴ کلونو ترمنځ دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.