مزارشریف-جلالاباد (پژواک، ۹ سلواغه ۱۴۰۱): د بلخ په کلدار ولسوالۍ کې يوه ١٥ کلن هلک ځانوژنه کړې او په ننګرهار کې بيا پنځه کسان د وسلهوالو غلاوو په تور نيول شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري نن (د سلواغې ۹مه) پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د کلدار ولسوالۍ په قرن طوغي کلي یوه ۱۵ کلن تنکي ځوان د نامعلومو دلایلو له مخې ځان زندۍ کړی او وژلی دی.
وزیري زیاتوي چې یاد ځوان فضلالرحمن نومېده او د جورهبای په نوم د یوه کس په کور کې یې د کارګر په توګه کار کاوه.
د وزیري په وینا، امنیتي ځواکونو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
دغهراز د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار ولایت کې د وسلهوالو غلاوو په تور پنځه کسان نيول شوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک اژانس ته وويل چې د جلالاباد ښار د نهمې امنيتي حوزې منسوبينو دوه وسلهوال غله -چې د امنیتي کسانو له نوم څخه په ګټې اخيستنې يوه کور ته د تالاشۍ په پلمه ننوتي وو او بيا يې سره زر او نور قيمتي توکي غلا کړي وو- نیولي دي.
هغه زياته کړه، همداراز درې غله چې د جلالاباد ښار په مربوطاتو کې يې يو کس په چاقو وهلى و او مبايل او سل ډالر یې ترې وړي وو، هم نيول شوي دي.
د نيول شوو کسانو له ډلې سنګر وایي، ملګرو يې ورته ويلي و چې په يوه کور کې وسله ده او ترلاسه کولو پسې یې ورځي، خو کله چې کور ته د تالاشۍ په خاطر ورغلل، د کور ټول غړي یې وتړل او سره زر او نور قيمتي توکي یې ترې واخيستل.
د يادونې ده، تر دې وړاندې هم څو کسان په ننګرهار کې د حکومتي کسانو له نوم څخه د ګټې اخيستنې په تور نيول شوي دي.