[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، ملي لوبډله د درېیو شل اووریزو نړۍوالو لوبو ترسره کولو په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر کوي.
د کرکټ بورډ له خوا د سلواغې په ۸مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي لوبډله به په راتلونکې فبررۍ میاشت کې سفر وکړي او د یاد هېواد پر وړاندې درې شل اووریزې نړۍوالې لوبې کوي.
کرکټ بورډ وایي چې په همدې موخه یې نن د دغه سفر د ځای او نېټو اعلانولو ترڅنګ، د تمریناتي کمپ لپاره ۲۲-کسیز نوملړ هم اعلان کړ.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به د کوربه متحده عربي اماراتو لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه د فبرورۍ میاشتې په ۱۶مه نېټه د ابوظبۍ په کرکټ لوبغالي کې ترسره کړي؛ دغهراز د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه نورې سیالۍ به د همدې میاشتې په ۱۸مه او ۱۹مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان کرکټ بورډ د یادو سیالیو لپاره ۲۲ کسیز نوملړ ټاکلی چې ډېر شمېر ځوان لوبغاړي پکې شامل دي.
په دغو لوبغاړو کې راشد خان لوبډلمشر، رحمنالله ګربز ویکټساتونکی، عبدالرحمن رحماني، افسر ځاځی، عظمتالله عمرزی، بلال سمیع، فرید احمد ملک، فضلالحق فاروقي، ګلبدین نایب، حضرتالله ځاځی، ابراهیم ځدراڼ، مجیبالرحمن، نجیبالله ځدراڼ، ننګیال خروټی، نوینالحق، نجات مسعود، نور احمد، رحمتشاه، صدیقالله اتل، شاهدالله کمال، شرفالدین اشرف او ظاهر خان شامل دي.
کرکټ بورډ وایي، یاد ۲۲ لوبغاړي به راتلونکې اونۍ متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي او هلته به د کوربه لوبډلې پر وړاندې سیالیو لپاره د ښه چمتووالي په موخه په ابوظبۍ کې یوه تمریناتي کمپ کې برخه واخلي چې له منځه به یې ۱۵-۱۷ لوبغاړي د یادو سیالیو لپاره وټاکل شي.
سرچینه وایي، دغه سیالۍ د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډونو ترمنځ د دوهاړخیزو همکاریو د تړون له مخې -چې څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ لاسلیک شو- ترسره کېږي.
د یاد تړون له مخې به، د افغانستان کرکټ ملي لوبډله هر کال د متحده عربي امارتو پر وړاندې درې شل اوریزې نړۍوالې لوبې ترسره کوي چې په بدل کې به یې د افغانستان کرکټ بورډ په یاد هېواد کې د لوبو د اجازې له فیسونو پرته د نورو لوبډلو کوربهتوب کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان له متحده عربي اماراتو سره د تړون له مخې، د لوبو پر پیل خوښي څرګنده کړه او ویې ویل: «موږ له عربي اماراتو سره د خپلو خبرو اترو پر پایلو خوښ یو، دغه درې نړۍوالې شل اووریزې سیالۍ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهاله تړون لومړی پړاو دی. د افغانستان کرکټ بورډ په راتلونکي کې هم له یاد هېواد سره د لا زیاتو غوره او مؤثره اړیکو لرلو ته لېواله دی.»
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP