[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۸ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د راپور د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې دغه بانک دې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي.
له ارګ څخه د سلواغې په ۸مه، یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک له لوري د وروستي خپاره شوي راپور د ټولو مثبتو او پر واقعیتونو بناء ټکو هرکلی کوي .
سرچینې زیاته کړې، اقتصادي معاونیت د نړۍوال بانک دغه اقدام د افغانستان د حقیقي پرمختګ او اقتصادي خوځښت په برخه کې یو واضح انځور ګڼي چې نړۍ ته یې وړاندې کړی دی.
د نړۍوال بانک په راپور کې ویل شوي چې د خوراکي او نفتي توکو بیې ټیټې شوې، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت پاتې شوی، د صادراتو کچه هم د پام وړ ډېره شوې، د دولتي کارکوونکو معاشونه پر وخت ورکړل شوي او د ملي عوایدو په کچه کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان اسلامي امارت باور لري چې که د افغانستان پر بانکي سکټور شته بندیزونه لرې او د افغانانو کنګل شوې شتمني ازاده شي، د هېواد اقتصادي وضعیت به له دې هم د ښهوالي او استحکام پر لور ګړندي ګامونه واخلي او بار به یې د نړۍوالې ټولنې له اوږو سپک شي.
د افغانستان اسلامي امارت له ټولو نړۍوالو سازمانونو غوښتي چې د افغانستان په اړه نړۍ ته هغه پرمختګونه یاد کړي چې په افغانستان کې ترسره شوي، په ځانګړي ډول په اقتصادي برخه کې؛ څو نړۍ په دې برخه کې د افغانستان له حقیقي وضعیته خبره شي.
سرچینې پر ټولو نړۍوالو سازمانونو او مرستندویه ادارو غږ کړی چې له افغانستان سره د پراختیایي پروژو د تمویل په برخه کې کار وکړي چې په پایله کې به یې د بېکارۍ کچه راکمه شي او د هېواد پر اقتصادي وضعیت به لا ډېر مثبت اغېز ولري.
اسلامي امارت دغهراز له نړۍوال بانک څخه غواړي چې د افغانستان په اړه د واقعیتونو خپرولو ترڅنګ، هغه پروژې چې د دغه بانک له لوري تمویلېدې، خو د نوي حکومت له راتګه وروسته یې کارونه نیمګړي پاتې دي، بېرته پیل او چارې یې بشپړې کړي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP