کابل (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱): د امريکا متحده ایالتونو د بهرنيو چارو وزارت اعلان کړى چې د افغانستان په چارو کې د دغه هېواد ځانګړى استازى توماس وېسټ به له خپلو شریکانو سره د مشورې لپاره پاکستان، جرمني او سويس ته سفر وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د دغه مطلب د څرګندولو ترڅنګ راغلي چې توماس وېسټ په دغه سفر کې –چې د سلواغې له ۹مې تر ۱۳مې نېټې ترسره کېږي- له خپلو سیالانو، افغانانو او مرستندویه بنسټونو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه سلا مشورې کوي.
سرچینې لیکلي: «د طالبانو وروستیو فرمانونو نړۍواله ټولنه له ډېرو ننګونو سره مخ کړې ده؛ ځکه موږ د افغانستان د خلکو ملاتړ او د خپلو ګټو ساتنې په لټه کې یو. توماس وېسټ به له خپلو سیالانو سره د یوه داسې سیمهییز او نړۍوال مشترک غبرګون اصلاح لپاره چې د افغان ښځو او نجونو د حقونو
ډلهییزې ژمنتیا او حیاتي مرستو ته د لاسرسي ښکارندوی وي، کار وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدهکړې، د نجونو لوړې زدهکړې او په کورنیو او بهرنيو نادولتي موسسو کې د ښځو کار د اسلامي امارت له خوا تر دویم امر پورې ځنډول شوي دي، خو افغان چارواکو ویلي، هڅه کوي چې دغو مسایلو ته د شریعت په چوکاټ کې یوه حللاره پيدا کړي.
Views: 105
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن