ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

منظور پښتین: له چین او امریکا د پیسو ترلاسه کولو لپاره پر پښتنو اور بل شوی

منظور پښتین: له چین او امریکا د پیسو ترلاسه کولو لپاره پر پښتنو اور بل شوی

author avatar
31 Jan 2023 - 06:26
منظور پښتین: له چین او امریکا د پیسو ترلاسه کولو لپاره پر پښتنو اور بل شوی
author avatar
31 Jan 2023 - 06:26

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي‌ټي‌اېم) مشر منظور پښتون د پېښور چاودنې غبرګون کې ویلي، له چین او امریکا د پیسو ترلاسه کولو په موخه د پښتنو په سیمو کې اور بل شوی دی.

پرون د ماسپښین لمانځه پر مهال د خیبر پښتونخوا ایالت د مرکز پېښور ښار د پولیسو یوه مرکز په جومات کې ځانمرګی برید وشو چې له امله یې ۶۳ کسان ووژل شول او تر ۱۵۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتون د دغه برید غندلو ترڅنګ ویلي، نن یو ځل بیا د پښتنو وینې تویې کړل شوې.

https://twitter.com/ManzoorPashteen/status/1620004289820364800?s=20&t=8cJq76LtzMACiWrQA0YxTw

هغه په یوه ټویټ کې زیاته کړې، د دې ډالري جنګونو پر ضد له ملي یووالي پرته بله لاره نشته او د ملي یووالي رامنځته کولو لپاره به یې هڅې دوام لري.

منظور پښتون په یوه بل ټویټ کې ویلي: «ناامنۍ رامنځته کوي، چاودنې به کېږي، څو خبره د (سي‌پیک) پروژې ته ورسېږي، بیا به له چین څخه پیسې ترلاسه کوي چې له ترهګرۍ څخه دې پروژې ته زیان رسېږي او موږ ترهګر له منځه وړو.»

سي پیک د پاکستان او چین ترمنځ ستره اقتصادي پروژه ده چې چین پکې لسګونه میلیارد ډالره پانګونه کوي او چین د پاکستان له لارې د هند له سمندر سره نښلوي.

د پي‌ټي‌اېم مشر زیاته کړې، دغه راز بیا به له امریکا ډالر ترلاسه کېږي او هغوی ته به وایي چې له چین سره د سي پیک پروژه ناکاموي.

https://twitter.com/ManzoorPashteen/status/1620002871508078593?s=20&t=8cJq76LtzMACiWrQA0YxTw

منظور وایي: «یو به وژل کېږي، خو دوه نور به جوړوي او له دې سره به یې کاروبار روان وي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ د چا نوم نه دی اخیستی، خو هدف یې د پاکستان پوځ او استخبارات دي.

هغه وایي، د اټک له پله پورې غاړه پنجاب کې امنیت دی، کاروبار دی، تجارت دی او د خلکو ښه ژوند روان دی، خو له اټک پله دېخوا د پښتنو په سیمو کې بیا جنګونه دي.

ده ویلي، د مذاکراتو په نوم یې د پښتنو په سیمه کې وسله‌والې ډلې منظمې کړې، پي‌ټي‌اېم یې پر ضد ډېرې چیغې وکړې، خو پر ضد یي پروپاګند وشو، ځکه دوی د امنیت لپاره د جګړې میدان برابراوه.

هغه زیاته کړې: «له کلونو راهیسې لومړی مذاکرات، بیا چاودنې او بیا عملیات ترسره کېږي او په همدې توګه د پښتنو وینه تویول کېږي.»

[/restrict]

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.