لښکرګاه (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): د هلمند د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، راتلونکی کال به په دغه ولایت پر ۵۰۰ جریب ځمکه د خرما باغونه جوړ کړي.
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست مرستیال مولوي زینالله زاهد نن (د سلواغې ۱۱مه) پژواک خبري اژانس ته وویل، په
هېواد کې د کوکنارو کرکیلې له بندېدو سره سم په دغه ولایت کې کرندګرو د خرما باغونو جوړولو ته مخه کړې ده .
نوموړی وايي: «د خرما ونې ډېرو اوبو ته اړتیا نه لري او د هلمند آب و هوا د دغو باغونو لپاره ډېره مناسبه ده.»
هغه دغهراز وویل، که د کرنې وزارت دوی ته کافي بودجه ورکړي نو لا ډېر د خرما باغونه به جوړ کړي.
د یادونې ده، هلمند په تېرو کلونو کې د هېواد په کچه د تریاکو تولید تر ټولو ستر مرکز ګڼل کېده.
د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د کوکنارو په ګډون د هر ډول نشهيي توکو پر کرکيلې بندیز لګول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP