کابل (پژواک، ۱۱ سلواغه ۱۴۰۱): د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي مور د ورپېښې ناروغۍ له امله د ترکیې په یوه روغتون کې ساه ورکړې ده.
ولسمشر کرزي ته نږدې سرچینو لیکلي چې هغه شاوخوا اته مياشتې وړاندې ترکيې ته تللې وه، له سختې سرخوږۍ (سردردۍ) څخه رنځېده او د درملنې په موخه ترکیه کې روغتون ته وړل شوې وه.
سرچینې لیکلي چې د کرزي مور د اتیا کلونو په عمر په روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې دي.
یو شمېر سياستوالو د پخواني ولسمشر د مور پر مړينې خواشيني ښودلې او له حامد کرزي سره یې غمشريکي کړې ده.
Views: 202
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن