[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۱۰ سلواغه ۱۴۰۱) : د افغانستان اسلامي امارت او پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني او حامد کرزي د خیبر پښتونخوا د پېښور د پولیسو په جومات کې شوی ځانمرګی برید وغندلو.
نن د ماسپښین د لمانځه پر مهال د خېبرپښتونخوا ایالت دپېښور ښار د پولیسو د یوه مرکز په جومات کې ځانمرګی برید شوی و، چې له امله یې ۵۹ تنه مړه او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شوي دي.
د افغانستان د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت او په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت دغه برید په کلکه غندلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت په مساجد او عبادت کوونکو باندې بریدونه غندي او دا د اسلام د مبارک دین له احکامو سره په تضاد کې بولي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ددې پېښې قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړې دي.
بل خوا په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت د پېښور ښار دغه برید په کلکه غندلی او د پاکستان له خلکو او حکومت سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
سرچینې زیاته کړې، له شک پرته پر جوماتونو او عبادت کوونکو بریدونه د اسلام په سپېڅلي دین کې ځای نه لري.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ېښور په یو جومات کې چاودنه په کلکو ټکو غندي او دغه بشري ضد جنایت د ټولو انساني او اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف عمل بولي.
د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني هم دا برید په کلکه غندلی او د قربانیانو کورنیو سره یې غمشریکي کړې ده.
هغه زیاته کړې، افغانان د نړۍ تر ټولو وګړو دا ډول غمونه او دردونه ډیر درک کوي .
اشرف غني ویلي چې د ترهګرۍ د مخنیوي او مقابلې لپاره باید په نړیواله کچه د مسلمانانو ترمنځ په دې اړه اجماع رامنځته شي.
دغه راز ګڼ شمېر نورو افغان سیاسونو او مدني فعالانو هم دا برید په کلکه غندلی دی.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن