بامیان (پژواک، ۱۲ سلواغه ۱۴۰۱): د بامیان یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې مخابراتي خدمتونه کمزوري دي او له حکومته غواړي څو مخابراتي شبکې په هېواد کې د ښو خدمتونو وړاندې کولو ته اړ باسي.
د بامیان د مرکز یو اوسېدونکی نجیبالله وايي، په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو له ډلې د امټيان او سلام شرکتونو -چې په دغه ولایت کې تر ټولو ډېر پېرودونکي هم لري- د خدمتونو کیفیت خورا کمزوری دی.
د هغه په خبره، سره له دې خلکو څو ځله خپل شکايتونه او ستونزې د دغه ولايت د مخابراتو او پېرودونکو خدمتونو له رياست سره شريکې کړې، خو د اړوندو مسوولينو له لوري تر اوسه په دې برخه کې هیڅ اقدام نه دى شوى.
د یاد ولايت بل اوسېدونکى احمدنظري وايي، د يادو شرکتونو انټرنيټي خدمتونه د هغو لوړو بیو ته په کتو ډېر کمزوري دي.
د بامیان دغه اوسېدونکي له اړوندو مسوولینو د مخابراتي ستونزو د هواري غوښتنه کوي.
د باميان د مخابراتو ریيس رحمتالله سلمان مخابراتي ګڼهګوڼه، ترانزيټي ستونزې او د کافي برېښنا نشتوالى په دغه ولايت کې د مخابراتي خدمتونو د ټيټ کيفيت اساسي ستونزې وبللې.
هغه ژمنه وکړه چې د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د خلکو ستونزې به له مرکز او د مخابراتي شبکو له مسوولینو سره شریکوي او د حل لپاره یې هڅې کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP