[restrict paid=”true”]
مزارشریف (پژواک، ۱۱ سلواغه، ۱۴۰۱): د بلخ امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یو ځوان ډاکټر وژل شوی دی.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري د سلواغې په ۱۱مه پژواک خبري اژانس ته وویل، ډاکټر شفیع د ډاکټر خلیل زوی د تېرې یکشنبې په شپه ۷ بجې له خپل کرولا موټر سره د مزارشریف ښار له درېیمې ناحیې نادرکه شوی و.
هغه زیاته کړه، درې شپې وروسته یې جسد نن شپه د پنځمې ناحیې مربوطاتو کې موندل شوی دی.
وزیري ادعا کوي، د پولیسو د پلټنو پر اساس، وژل شوی ډاکټر د ناموسي قضیې پر اساس چې لومړی یو کور ته تللی او بیا هلته په مرموز ډول وژل شوی دی.
د وزیري په وینا، له وژل شوي ډاکټر پزه، غوږونه، عورت او د بدن ځیني نور غړي هم د چړې په وسیله پرې کړل شوي دي.
په بلخ کې دغه ډاکټر په داسې حال کې وژل کېږي چې له دې مخکې د دغه ولایت مشهور جراح ډاکټر اسدالله شارق هم د ناپېژاندو وسلهوالو له لوري وژل شوی و.
[/restrict]
Views: 143
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن